<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 21:33:00    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازې بای څوی ينګ

cri

په دې موقع کې چې د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس روان دی، په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغه کانګرس د يوې ګوندي استازې د کارنامې په هکله څه معلومات درکړو. د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت د بی جن ښار د لو لو پو په کلي کې يوه مېرمن د ګوندي چارو مشري کوي چې په پر له پسې پنځلسو کلونو کې يې د خپل کلي د أبادۍ لپاره زيات کوششونه کړي دي چې له دې امله دغه وړوکی کلی چې پخوا يو بې وزلی او غريب کلی و، اوس د لياو نينګ ولايت د جين جو ښار په هغو سلو کليو کې شامل شوی چې اقتصاد يي ډېر پرمختللی دی. دغه کليواله مشره بای څوی ينګ نومېږي چې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازې هم ده.

د لياو نينګ ولايت د بی جن ښار د لومړې ښځينه کليوالې ګوندي مشرې په توګه ميرمن بای څو ينګ وويل د بنسټيز يونټ د يوې مشرې په توګه بايد د کليوالو نظريی واورم او ددوي لپاره د زړه له کومی خدمتونه تر سره کړم.

ميرمن بای څوی ينګ په ١٩٩٢ کال کې د ټولټاکنو له لارې د بی جن ښار د جو تون کلي د ګوندي څانګې د مشرتابه دنده پر غاړه درلوده. د کلي د هغه وخت د حالت د يادونې پر مهال يې وويل پنځلس کلونه مخکې د جو تون کلي د کرنيزو ځمکو پراخوالی او د کليوالو شمېر ډير کم و او کليوال يې هم ډېر بی وزلي او غريب وو. څرنګه چې کليوالو پرما ډير باور درلود، نو د يوې ګوندي څانګې د مشرې په توګه بايد خپله حتمی دنده په ښه توګه تر سره کړم. زما په اند د يوې کليوالې مشرې په توګه بايد له کليوالو سره کمې ژمنې وکړم او زيات واقعی کارونه تر سره کړم. دغه راز

بايد ځان سپيڅلی وساتم چې د کليوالو لپاره په يو زړه او ډاډمنه توګه خدمت وکړم.

تر دې وروسته د ميرمن بای څو ينګ د کوششونو له برکته د جو تون کلي له بی وزلۍ څخه ژغورل شوی دی.ورپسې ميرمن بای د لو لو پو کلي د ګوندي څانګې د مشرې په توګه وټاکل شوه چې په هغه وخت کې دغه کلی يو بې وزلی کلی و. بای څوی ينګ د زياتو ستونزو او مشکلاتو په وړاندی په جدې توګه د کلي د اقتصادي پرمختګ لپاره فکر وکړ چې په پايله کې اوس په دغه کلي کې ستر بدلون رامنځته شوی او کليوال يې هم شتمن شوي دي. د کليوالو په مشرۍ د شتمنۍ په لور د ګام پورته کولو بهير د يادونې په وخت کې ميرمن بای څو ينګ په خوشحالۍ سره وويل په لومړي وخت کې مو سابه او ميوې راغونډولې او بيا مو د شن يانګ او شان های ګوان په شمول پر لويو ښارونووپلورل او بيا مو د ساختماني توکيو او کيمياوي فابريکو او د پطرولو ټانک په شمول ځيني تصدۍ هم جوړې کړې. د کلي د اقتصاد له پياوړتيا وروسته مو د څارويو د روزنې او د ميوو ونو د اصلاح لپاره نوي تدبيرونه هم نيولي دي.

اوس د لو لو پو کلي اقتصاد چټک پرمختګ په حال کې دی او د کلي په سر کې د دوه زره او څلور سوه مربع مترو په پراخوالی لوی ډګر جوړ شوی او د بدن روزنې او ساعتيري تاسيسات او ښکلي څراغونه پکې لګول شويدي چې د کليوالو ژوند رنګارنګ شی.

نن ورځ دا يو دود ګرځيدلی دی چې د ماښام په مهال زيات شمير کليوال په ډګر کې نڅا او لوبې کوي. دوی د کلي په پرمختګ او بسيا خوښ او وياړي او د يوې ښې مشرې له خدمتونو څخه مننه کوي.

خو د ميرمن بای څوی ينګ د خواشينی وړ خبره دا ده چې د خپلې کورنۍ لپاره يي

کوم خدمت نه دی ترسره کړي. دې وويل ما په خپلو کارونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړيدي، خو زما دوه زامن زما د مور او خور له خوا ساتل او روزل شوي دي ځکه چې زما ټول وخت په کار تير شويدي. حتی په هغه وخت کې چې مور می په روغتون کې د مرګ پولې ته رسيدلې وه، زه لا هم په کار بوخت وم چې دا زما په عمر کې د ډيرې خواشينی وړ ده وه، خو بيا مې هم کار کړی. خو په دې لا هم ډيره خوشحاله يم چې د کلي لپاره مې خدمتونه ترسره کړي او د يوې نمونوي چارواکې او د ګوندی استازې په توګه ټاکل شوې يم ، زه به هرومرو دغه وياړ او فخر ته ډير ارزښت ورکړم .

د ګوند د اوولسم کانګرسو د استازې په توګه د بای څوی ينګ پر ټاکل کيدو د لو لو پو کليوال ډېر خوشحاله دي او د هغې د کارونو ډېره ستاينه کوي. په دې هکله ميرمن بای څوی ينګ وويل د ګوند په ملي کانګرس کې به د خلکو غوښتنې او وړانديزونه وړاندي کړم. د سوسياليستی نوی کلي أبادی يوه تاريخې او دايمی دنده ده او زه به د دغې درنې دندې د ترسره کولو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړم.