د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ښوونې او زده کړې وزير جو جي د اکتوبر په شپاړسمه نېټه په بيجينګ کې وويل په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند له شپاړسم ملی کانګرس راهيسی د چين د ښوونې او زده کړی چارو په همغږې او سالمه توګه پرمختګ کړی او په دې برخه کې د عادلانه او مساوي تګلارو په پياوړتيا کې نوې پرمختيا شوې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د مطبوعاتی مرکز په يوه خبري ناسته کې وکړې. هغه وويل له شپاړسم ملی کانګرس راهيسی د چين د بيلا بيلو کچو په ښوونځيو کې د زده کوونکيو شامليدو انډول لوړ شوی، د زده کړې فرصتونه زيات شوی او هم يې سويه پر له پسی لوړه شوې ده. اوس په چين کې د هر تن په سر د زده کړې وخت له اته نيم کال څخه اوښتی دی او په بيلا بيلو برخو کې د لوړی کچی زده کړی انډول په نړۍ کې مخکنی ځای نيسي چې له مخې يې چين د يو زيات نفوس لرونکی هېواد څخه د زيات شمېر استعداد لرونکو کسانو په هېواد بدل شوی دی.