<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 19:14:51    
هانګ کانګ د اولمپيک لوبو د مشال لېږدولو لپاره تياری نيسي

cri

ټاکل شوې ده چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اس سورلۍ مهارت سيالی به په هانګ کانګ کې تر سره شي. د روان کال په می کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې او د اولمپيک نړيوالی کميټې په ګډه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال لېږدولو پلان خپور کړ. هانګ کانګ د بېجينګ د همکاری سيمې په توګه د دغه پلان يوه برخه ټاکل شوې ده.

د دغه پلان سره سم به د اولمپيک مشال د ٢٠٠٨ کال د می په دوهمه نېټه هانګ کانګ ته ورسيږي. د هانګ کانګ د بېلا بېلو ساحو په اند، دغه پيښه به د هانګ کانګ په سپورتي تاريخ کې له ډېرو مهمو پيښو څخه يوه وي. د عصری اولمپيک لوبو له رامنځته کېدو راهيسي، يوازی په ١٩٦٤ کال کې د توکيو د اولمپيک مشال د لېږدولو لار له هانګ کانګ څخه تېريده. له بلې خوا هانګ کانګ له بېجينګ څخه دوه زره کيلومتره واټن لري، نو نړيواله ټولنه دې ته پام کوی چې أيا په دغه ځای کې د اٌس سورلۍ مهارت سيالی د تر سره کولو لپاره د اولمپيک ښه فضا جوړېدای شی او که نه؟ پاملرنه کوي. له هانګ کانګ څخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال تېرول به د اولمپيک لوبو په اړه د هانګ کانګ د وګړيو د پاملرنې د راجلبولو لپاره فرصت برابر کړي. د چين د هانګ کانګ د اولمپيک لوبو د کميټې مشر هو جن ټينګ زموږ خبريال ته وويل:

د اولمپيک روحيې خپرول د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په بهير کې يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کېږي. نو موږ به د دغې روحيې د خپرولو او له بېلا بېلو لارو په دغو

لوبو کې د هانګ کانګ د عامو وګړو د ګډون لپاره هڅې وکړو.

د هانګ کانګ د اولمپيک لوبو د کميټې يو چارواکی څو ورځې دمخه څرګنده کړه: په هانګ کانګ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال لېږدولو لار د ټاکنې په ترڅ کې به د دغې سيمې ټولې ښې منظرې لرونکی ځايونه شامل شي. دغه پلان نه يوازی نړۍ ته د هانګ کانګ په زړه پورې طبيعی منظرې ښکاره کولای شي، بلکې لا زياتو ښاريانو ته يې په اولمپيک لوبو کې د ګډون فرصت برابر کړي چې د اولمپيک لوبو په اړه يې د هانګ کانګ د وګړيو جذبات پياوړی کړي.

دغه راز هانګ کانګ د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د غړی په توګه پخپله د مشال د لېږدونکو انتخاب حق لري. تر اوسه د هانګ کانګ مشهور سندرغاړی جانګ شيو يو، د بدمينتون غوره لوبغاړې يو پې يان په ګډون د مشهورو لوبغاړو او په هنری ساحو کې غوره هنرمندانو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال د لېږدونکو په توګه ټاکل شوي دي. ښاغلي هو جن تينګ وويل دغه مشهور کسان د هانګ کانګ د برياليتوب نښه ګڼل کېږي. خو په دغو لوبو کې د لا زياتو عامو وګړو ګډون د اولمپيک روحيې څرګندولای شي.

د هانګ کانګ د اولمپيک لوبو د کميټې سرمنشی پنګ چونګ وويل:

چين ته د هانګ کانګ د بېرته راستنيدو له لسو کلونو نه زيات وخت تير شوی . موږ غواړو څرګنده کړو چې د هانګ کانګ اوسنی حالات په ١٩٩٧ او يا ١٩٩٨ کال کې د هانګ کانګ د حالاتو په پرتله لا سمسور دی. موږ به د دې فرصت په مټو نړيوالې ټولنې ته د هانګ کانګ پرمختيايی برياليتوبونه څرګندکړو.