<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 19:34:19    
د چين عام وګړي د کمونست ګوند اووه لسم ملی کانګرس ته پاملرنه کوي

cri

د چين د واکمن کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس غونډه اوس په بيجينګ کې روانه ده . دا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په مهمه موده کې يوه ډيره مهمه غونډه ګڼل کيږی او د بيلابيلو ټولنو پراخه پاملرنه راجلبوی .

دغه کانګرس د روانې مياشتې د ١٥ نيټې په سهار پرانيستل شو. د همدې ورځې په سهار د بيجينګ د جنوبی برخې يوې اوسېدونکې سپين سرې دوو ون فانګ ډير وختی خپل تليويزيون پرانيست او د دغه کانګرس پرانيستونکی مراسم يی وکتل . نوموړی د هوجين تاو وينا ته غوږ وه ، کله چې ده د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسی ترلاسه کړی برياليتوبونه بيان کړل ، دغې اتيا کلنه سپين سرې په ژورو احساساتو سره وويل :

په ١٩٧٤ کال کې زما مياشتنی تنخوا ٤٠ يوانه وه . په ١٩٧٨ کال کې د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته زما تنخوا کال په کال زياتېده او اوس زما مياشتنی تنخوا څه دپاسه زر يوانو ته رسيدلې ده . زما د ژوند سويه ډيره لوړه شوې ده .

سپين سر دوو پخوا يوه کارګره وه . په بيجينګ کې چې د ژوند لګښت ډير لوړ دی ، نو د دی تنخوا ډيره نه ده . خو نوموړی کومه انديښنه نه لری او وايی : اوس زما روغتيايی حالت ښه نه دی خو زه د ټولنيز ضمانت پيسې لرم او هيواد زما طبی لګښت برابروی نو زما په اند زموږ ژوند ښه دی .

د دې لمسۍ ني جوان پر انترنيټ د هو جين تاو راپور لوستلی او وايی چې په دغه راپور کې هغې برخې د دې پام رااړولی چې د دی د علاقې وړ د محصلينو لپاره د کار پيدا کولو مسئله په کې ياده شوې ده .

اوس د محصلينو لپاره له زده کړو څخه له فارغيدو وروسته د کار پيدا کول يو ستونزمن کار دی . خو هيواد اوس دغې مسئلې ته پام کړی دی او د هو جين تاو په راپور کې ويل شوي چې اړوندې څانګې بايد په فعاله توګه د کار موندلو لپاره له محصلينو سره مرسته وکړي . که څه هم دغه يادونه يوه عمومی تګلاره ده خو زه به په پرله پسی توګه د ښوونې او د شخصيتونو د ادارې وزارتونو له خوا تدبيرونو ته پاملرنه وکړم .

په حقيقت کې په دغه کورنی کې نه يوازی اغلی ني جوان بلکې پلار يی ښاغلی ني يان ګانګ د کار موندلو مسئلې ته پاملرنه کوي . هغه پخوا په يو حکومتی تصدی کی کار کاوه خو لس کاله مخکی يی دغه کار له لاسه کړی دی . هغه اوس د پلورنې کار کوي او انديښمن دی کله چې دی ورځ په ورځ زړيږی نو څه موده وروسته به يو ځل بيا اوسنی کار له لاسه ورکړی .

خو ښاغلی ني يان ګانګ باور لری چې دغه مسئله به په نژدی راتلونکی کې حل شی . ځکه چې د هو جين تاو په راپور کې په څرګنده توګه ويل شوي چې چين به په چټکۍ سره د خلکو ژوند د ښه والی لپاره ټولنيزې ابادی ته دوام ورکړي . په تيره بيا پر دی ټينګار شوی چې کاری فرصتونه د خلکو د ژوند بنسټيزه مسئله ده .

په روان کانګرس کې د ګوند استازی دغه ټکی ته هم پاملرنه کوي . د هه نان ولايت د جوماديان ښار څخه يو استازی ښاغلی سون شوان تاو وويل :

زموږ ګوند او حکومت د خلکو د ژوند مسئلې ته په ګوندی او حکومتی چارو کې ترهرڅه زيات اهميت ورکوي او غواړی په واقعی توګه د عامو وګړيو لپاره ځينی واقعی او ښه کارونه ترسره کړي . له دې نه د چين د کمونست ګوند هغه عمومی مفکوره څرګنديږی چې واکمنی د خلکو لپاره ده ، خلک د دولت بنسټ ګڼل کيږی او بشر ترهرڅه لومړی اهميت لری .