د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان سترې محکمې د اکتوبر په اوولسمه نېټه د پوځی دندې د شتوالي په حال کې د ولسمشرۍ په ټولتاکنو کې د پرويز مشرف د ګډون باور ليک په اړه د ګواهی په اورېدلو پيل وکړ.
د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د ولسمشرۍ دوه کانديدانو د سترې محکمې پخوانی قاضی وجيه الدين احمد او د خلکو ګوند مرستيال مخدوم امين فهيم په دې اړه سترې محکمې ته دغوی وړاندی کړ. نو له دې امله سترې محکمې پرېکړه وکړه چې له اوولسمې نيټې څخه به په دې اړه د ګواهۍ اورېدلو لپاره يوه غونډه تر سره کړي او ښايی چې دغه غونډه به د څو ورځو لپاره دوام ولري.