د ٌ ګاو شان ٌ د قوم نفوس ٍڅه نا څه څلور لکه تنه دی او په عمده توګه د چين د تايوان ولايت د منځنی برخې په غرنيوسيمو کی ژوند کوی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری، خو قومی ليک دود نه لری او عمومأ د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ له ليک دود يعنی د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠
د ٌ ګان شان ٌ د قوم خلک د خپلو اسلافو پرستش کوی او پر دی باندی عقيده لری چه هر شی روح لری٠ يو شمير خلک يی مسيحيان دی٠
ٌ ګاو شان ٌ يو لرغونی قوم دی چه اسلاف يی د چين د لويې وچې په جنوب ختيځو سواحلو کښی د ٌ يوې ٌ په نامه د لرغونی قبيلې يوه فرعی څانګه وه٠
د دی قوم د کورونو ديوالونه له باڼسو څخه جوړيږی٠ عمومأ د دی قوم د يوې کوړمې نسلونه په يوه ځای کښی اوسيږی او په هر کلی کښی د ځوانانو ليليه شته ، دوی په ليليه کښی د ژوندانه، فيزيولوژۍ او اخلاق په باب تعليمات اخلی او د واده نه وروسته له ليليې څخه وځی٠ دغه ليليه د کلی په مرکز کښی ولاړه ده او د ليليې په وړاندی ميدان د کليوالانو د غونډيدو ځای دی٠
د ٌ ګاو شان ٌ د قوم خلک په عمده توګه په کرنې بوخت دی چه شولې، ږدن او جوار کری٠ وريجی او ږدن د دوی عمده غله جات دی ، د ګوزن د غوښو کباب او د ګوزن مالګينی غوښې د دی قوم خاص خوراکونه دی٠
د دی قوم د خلکو لباسونه له هغو ټوکرانو څخه جوړيږی کوم چه په کور کښی د رامی له سپڼسيو څخه اودل شويدی٠ دوی له دی سره شوق لری چه د چرګ په لکۍ او د مرغانو په بڼو خپل سر سينګار کړی٠ نارينه يی عمومأ ښکلی لنډه لمن او ښځې يی اوږد جامن اغوندی٠ ګاوشانئيان تر اوسه پوری لا هم پر پوست باندی د خالونو کښلو عادت لری ، خو تصويرونه يی ګام په ګام کوچينی او پټ شويدی٠
د ٌ ګاو شان ٌ د قوم خلک د سندری ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری٠ د چومبی نڅا او د اوږدو ويښتانو نڅا ډيره لوړه هنری سويه لری٠ د چومبی نڅا د وريجی پاکولو له کار څخه رامنځ ته شوی چه څو نڅا کوونکی د بغرۍ په چارچاپيروی او د سندرې ويلو په عين وخت کښی په چومبی بغرۍ ټکوی٠ د اوږدو ويښتانو نڅا عمومأ د سپوږمۍ په رڼا کښی اجرا کيږی او د نڅا د لوړې څپې د رارسيدو په وخت کښی نڅا کوونکی پپغلې سراو ملا ټيټوی او ويښتان يی مځکې ته ښکته ځوړنديږی چه د نڅا حرکتونه يی ډير ښکلی ښکاری٠