<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 19:52:40    
د مسلمانو يوه نيکمرغه کورنۍ

cri

چين يو پنځه شپيته قومونه لرونکي هيواد دي چې له دغو قومونو څخه د هوي ، ويغور ، قزاق ، دونګ سيان ، قيرغيز په شمول يو شمير قومونه پر اسلامي دين باندې عقيده لري ٠ په دغو قومونو کې د هوي قوم د وګړيو شمير ډير زيات دي ٠ ويل کيږي چې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مسلمانان شته ٠

د چين په شمال د مغولي قوم د خپلواکې سيمې په مرکز هو حه هاو ته ښار کې د مسلمانو اوسيدونکي نژدي اوه ديرش زرو ته رسيدلي دي ٠ د چين د مذهبي تګلارې په رڼا کې په دغه ښار کې د بېلا بېلو قومونو خلک د سولې په ډکه فضا کې په ګډه سره ژوند کوي ٠ د امام ميرمن کانګ مينګ چنګ کورنۍ د دغه ښار د هوي قوم په اوسيدونکي سيمه کې پرته ده ٠ دري پنځوس کلنه ميرمن کانګ مينګ چنګ په ١٩٥٤ کال کې په دغه ښار کې زيږيدلې او په ١٩٨٥ کال کې د دغه ښار د ښځو په يو جومات کې د ښوونکې په توګه په کار پيل وکړ ٠ دهغې خاوندد دغه ښار د صنعت او سوداګرۍ د ادارې په څانګه کې کار کړي او اوس تقاعد شوي دي ٠ د ميرمن کانګ مينګ چنګ په کور کې خبريال د دوي په تودو احساساتو سره هرکلي و شو ، د خپل استوګنخي د يادولو په وخت کې ښوونکې کانګ مينګ چنګ وويل چې زمونږ پخواني استوګنځي کوچني و چې مساحت يي يوازي دوه لس مربع متره دي او په دي کور کې د کورنۍ د څلور تنو غړو اوسيتل ډير ګڼه ګونه ښکاريدل ٠ خو وروسته د هيواد د اړوندې امتيازي تګلارې له امله زمونږ کور

نوي او لوي استوګنځي ته کډ شوي او ژوند مو هم تر پخوا نه شتمن شوي دي ٠ ميرمن کانګ مينګ جنګ په ١٩٧٨ کال کې واده وکړ ، له دي امله چې اولادونه زيات دي ، نو په هغه وخت کې د کورنۍ اقتصاد ډير ستونزمن و ٠ هغه وويل زمونږ د واده په وخت کې ژوند بي وزلي و او کور مي په کرايه اخيستل شوي چې پکې د ژوند کوم سامان الات نه وو٠ خو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کيدو وروسته چين لوي پرمختک کړي دي ٠ له هغه وخت څخه تر اوسه پوري نژدي ديرش کلونه تير شوي ، اوس زمونږ ژوند ډير ښه شوي دي ٠ د ميرمن کانګ مينګ چنګ يو زوي او يوه لور له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته ټول په ښه کارونو کې استخدام شوي او واده يي هم کړي دي ٠ د خپل زوي د واده حالت د يادولو په وخت کې ميرمن کانګ مينګ چنګ او ددې خاوند وويل چې زمونږ د اولادونو د واده حالتو زمونږ په پرتله ډير ښه دي او بيخي بل شان دي ٠ دوي ټول خپل نوي او لوي کورونه لري او څه د پاسه سل تنو ميلمنو د زوي د واده په مراسمو کې ګډون وکړ٠ اوس ميرمن کانګ مينګ چنګ يو ښکلې لمسۍ لري او په خپله لويه او نيکمرغه کورنۍ مې د پنځو نسلونو غړي پکې يو ځاي ژوند کوي ٠ ميرمن کانګ مينګ چنګ وويل چې په دغه ښار کې لکه زمونږ په شان داسي لويه کورنۍ چې دپنځو نسلونو غړي سره يو ځاي ژوند کوي ، لږ ليدل کيږي ٠ زما انا سږکال يو نوي کلنه ده او صحت يي ډير ښه دي ٠

د ميرمن کانګ مينګ چنګ د لويې کورنې ټول عړي هر کال د جشن په موده کې بايد سره يو ځاي راغونډيږي او په دي وخت کې د کورنۍ فضا يي ډيره توده ده ٠ د ديرشو کلونو د ستر بدلونونو د يادولو په وخت کې د کورنۍ د ټولو غړيو په أند

د هيواد ارامتيا او يووالي د هر يو کورنۍ نيکمرغۍ تامين کړي دي ٠ ښوونکې کانګ مينګ چنګ وويل چې د چين مسلمانان په يوه نيکمرغ هيواد کې ژوند کوي ، زمونړ په هيواد کې ټولنيز امنيت او ثابت ښه ساتل شوي ، د مسلمانانو زړه ډير ارام دي او هيڅ انديښنه نه لري د ټولې نړۍ د مسلمانانو له پاره د چين حکومت د هرکلي وړ دي ٠

له نوموړو دواړو سپنږير او سپين سر سره د مرکې په ترڅ کې خبريال وليدل چې د مرکې له سر څخه تر پايه پوري مسکا تل د دواړو زړو کسانو په مخ کې ښکاري ٠ خوشحالۍ او خوښۍ تل د دغې کورنۍ په فضا کې ډکې دي ٠