<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 19:55:28    
کارګر وانګ هونګ جيون او د ګړندي موټر د ترميمولو په هکله دده غوره تکنولوژۍ

cri

کارګر وانګ هونګ جيون چې د چين د موټر توليدولو د لومړې فابريکې په اړه د والکسواګن په محدود شرکت کې کار کوی ، د موټر ترميمولو غوره تکنولوژۍ له امله د چين د دولت په کچه علمي او تخنيکي جايزه تر لاسه کړه . د پروګرام په دې لړ کې به دده په هکله معلومات واورئ

د چين شمالي ښار چانګ چيون د موټر توليدولو شهرت لری او په دې ښار کې د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته د چين د موټر جوړولو لومړی فابريکه پرته ده . ښاغلي وانګ ددې فابريکې يو معمولی ترميمونکی کارګر دی ، خو د روان کالي د فبروری په اوه ويشتمه نېټه سهار د بېجينګ د خلکو په لوي تالار کې يي د چين د دولت په کچه علمی او تخنيکي جايزه لاس ته راوړه .

څوک چې دولتي جايزه ياديږي، هرومرو به له کارپوهانو او متخصصانو سره تړاو لری. خو اوه ديرش کلن وانګ هونګ په وياړ سره جيون د موټر د چټک ترميم لارو چارو د مبتکر په توګه د دولت په درجه دوهمه علمي او تخنيکي جايزه تر لاسه کړه چې له امله يي دی يوه ځانګړی کارګر ګرځيدلی دی. دده د ورکشاپ مشر شيو چن جي وويل د موټر د ترميمولو لارې چارې چې د وانګ هونګ جيون لخوا ابتکار شويدي ، نه يوازی د موټر توليدولو په ترڅ کې د موټر پر فلزي قشر باندی د ډول ډول نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره ډيرې اغيزمنې دي او له لاک وهلو وروسته هيڅ نښه نه ليدل کيږي چې دغه تکنولوژۍ د نړۍ پرمختللی کچې ته رسېدلې ده .

د معلوماتو له مخې ښاغلي وانګ هونګ جيون په تيرو شپاړسو کلونو کې د

څلويښتو ډولونو په شمول د موټر ترميمولو په هکله دوه زره وسايل جوړ کړي او يو سل ډوله ځانګړې لارې چارې مبتکرې کړيدي . له دوه زره او لومړي کال څخه تر اوسه پورې دده د نويو لارو چارو په کارولو سره د خپلې تصدۍ لپاره څلورديرش مليونه يوانه سپما شويدي

ولی د دغو ترميمونکو وسايلو په کارولو سره دومره زياتې پيسې سپمولی شی؟ لامل يي دا دی چې پر موټر باندي له لاک وهلو مخکې د ټکر له امله اثرونه ،برجستګي او حتی متغييرې بڼې رامنځته کېږي ، نو د لاک وهلو مخکې بايد هوار شی. خو کارګر د يو کوچنی نقص د ترميمولو لپاره څو ساعته حتی له لسو ساعتو نه زيات وخت کار کوي ځکه چې فولادي تخته يي ډيره نازکه ده او د لږڅه بې پروايۍ له امله پرې سوری کيږي. پخوا د واکسواګن په شرکت کې هر کال د موټر څو سوه بدنې بې فايدې کيدې او له امله يي څو سوه مليونه يوانه زيانونه رامنځته کيدل . نو وانګ هون جيون ټينګ هوډ درلود چې دغه زيانونه کم کړي . ځانګړې وسيلې د موټر ترميمولو لپاره ډير ضرور دي . پخوا دغه وسيلې له جرمني څخه صادريدلې او بيه يي ډيره ګرانه ده . خو د ځينو نقصونو او عيبونو د سمولو مناسبې وسيلې هم نه وې . وانګ هون جيون وويل يوازی ترميمونکی کارګر پوهيږي چې د نقصونو او عيبونو د سمولو لپاره کومه وسيله ښه وکاروي څو چې د ترميمولو کيفيت لوړ شی.

له زياتو کلونو راهيسې وانګ هون جيون د اوه څلويښتو ډولونو په شمول دوه زره وسيلې اختراع او جوړې کړيدي. د دغو وسايلو په کارولو سره د موټر په بدنې باندي يو کوچني نقص د نيم ساعت لپاره ترميميږي. د وروستيو دريو کلونو راپدې خوا وانګ هون جيون زر موټرونه ترميم کړي او د ترميمولو يو سل او درويشت لاري

چارې يي راټولې کړيدي چې په ټول شرکت کې له دوديزو وروسته د کار اغيزمنتوب په سلو کې ديرش لوړ شوی دی.

وانګ هون جيون خپل ټول پرمختللي مهارتونه او تجربې شاوخوا کارګرانو ته او زده کړيو کارګرانو يي بيا نورو ته ورزده کړيدي چې له امله يي په دې شرکت کې د غښتليو کارګرانو ډله رامنځته شوېده.

اوس وانګ هون جيون د خپل شرکت لخوا د لوړپوړی ماهر ، د ولايت او هيواد په کچه نمونوي کارګر او تخنيکي ماهر په نامه ونومول شو په تيره بيا د دولت په کچه دوهمه درجه علمي او تخنيکي جايزه يي وګټله چې په دې توګه هغه په چين کې لومړی کارګر دی چې دغه وياړ او فخر يي ګټلی دی.