<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 20:09:38    
د ذهني معيوبو زده کوونکيو او د عادی زده کوونکيو ترمنځ ګډ خوشحاله ژوند

cri

د بيجينګ د چاو يانګ په سيمه کې د شين يوان لي لومړنې ښوونځې يو ځانګړی ښوونځی دی. د شانګهای د اولمپيک په ځانګړو سپورتی لوبو کې پنځه تنه ګډون کوونکي لوبغاړي د دغه ښوونځي زده کوونکي دي. په دغه ښوونځي کې ذهني معيوب زده کوونکي او عادی زده کوونکي سره يو ځای په خوشحالۍ سره زده کړه او ژوند کوي.

د داسي ښوونځيو شمېر په چين کې کم دی چې ذهني معيوب زده کوونکي او عادی زده کوونکي دواړه په کې په ګډه زده کړه کوي. په دغه ښونځي کې عادی او ځانګړی ټولګې شته او هم د عادی زده کوونکيو او د ذهني معيوبو زده کوونکيو تر منځ د دوستی ټولګي هم جوړ شوي او په ډله ايزه توګه زده کړه او يو له بل سره همکاري کوي.

دغه ډول ښوونه او روزنه د ذهني معيوبو زده کوونکيو لپاره ډېره ګټوره ده. ذهني معيوب زده کوونکي د زده کړې په وخت کې له عادی ماشومانو څخه زده کړه کوي او دغه راز په ښه چاپيريال کې زده کړه او ژوند وکړي. په دغه ښوونځي کې د روزنې منونکي ذهني معيوب زده کوونکې د ټولنيز ژوند يو ښه حالت څرګندوي. د بيلګې په توګه د اولمپيک په ځانګړو سپورتی لوبو کې پنځه ګډون کوونکي زده کوونکي د روزنې په وخت کې ډېر کوشش کوي چې د جودو په ترڅ کې هر عمل په جدې توګه ډېر ځله تر سره کړي. د يوې ورځې روزنې په ترڅ کې دوی ډېر ستړی کېږي او پر بدن

باندی د ټپونو نښې تر سترګو کېږي، نو له دې څخه څرګندېږي چې دوی په روزنه کې ډېر زيار باسي.

په همدې وخت کې عادی زده کوونکي رنګا رنګ ژوند تيروي او د يوې ښی بيلګې وړاندې کولو فعاليت دوی هڅوي چې هر وخت خپلو عملونو ته پاملرنه وکړي او په ژوند کې تاوده احساسات ولري، د نورو زده کوونيکو درناوی وکړي او په ژوند کې له نورو کسانو سره مرسته وکړي. له ذهني معيوبو زده کوونکيو سره د زده کړې او ژوند په ترڅ کې عادی زده کوونکي هم نورو کسانو ته پام کوي، له معيوبو زده کوونکيو سره مرسته کوي او د نورو کسانو چلن زغني چې دغه شان چاپيريال د ماشومانو د ودې په وخت کې د ښو اخلاقو روزنې لپاره ډېره ګټه لري.

د اولمپيک ځانګړو سپورتی لوبو د نړيوالې کميټې او د شانګهای د ټولنيزې اکاډمۍ له خوا د يو خپاره شوی راپور له مخې په چين کې په سلو کې اويا عادی زده کوونکي په دې نظر دی چې ذهني معيوب زده کوونکي بايد په ځانګړيو ښوونځيو کې زده کړه وکړي.

د نړيوالو سازمانونو په نظر د ښوونې په ترڅ کې د ذهني معيوبو زده کوونکيو او عادی زده کوونکيو تر منځ ګډه روزنه ډېر اهميت لري. په دې هکله نوموړی لومړنې ښوونځې يوه ښه بيلګه برابروي.