<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 19:58:11    
د چين د کمونست ګوند اووه لسم ملی کانګرس د ډلګيو په چوکاټ کې پر بيلابيلو مسئلو بحث کوي

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخې ، د چين د کمونست ګوند اووه لسم ملی کانګرس د روانې مياشتې په ١٧ نيټه په ګروپی توګه پر بيلابيلو مسئلو بحثونو ته ته دوام ورکړ . د استازيو ٣٨ پلاوی د دغه ګوند د شپاړسمې دورې مرکزی کميټې په استازيتوب د عمومی منشی هوجين تاو راپور ، د انضباط د څارنې مرکزی کميسيون د کاری راپور او د ګوند د منشور د اصلاحاتو مسودو په اړه بحث کوي .

بيلابيلو استازيو په خپلو بحثونو کې څرګنده کړه چې د هوجين تاو په راپور کې يو شمير مسئلو ته ځوابونه ورکړل شوی چې دغه ګوند د اصلاحاتو او ورخلاصون په مهمه موده کې بيرغ څرنګه پورته او خپله لار څرنګه غوره کړي او په ژوره توګه په کې د علمی پرمختګ د نظريې محتويات او معنوی ماهيت بيان شوی چې د نړيوالو نظريو او عملياتی لارو په اړه د مارکسيزم ګډه څرګندونه او په نوی تاريخی موده کې د چين د خلکو په مشرۍ سره د يوې سمسورې ټولنې د ابادۍ لپاره د چين د کمونست ګوند سياسی اعلان ګڼل کيږی .