<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 20:25:35    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د استازيو په سترګو کې د علمی پرمختګ نظريه

cri

د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس اوس په بيجينګ کې روان دی. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی عمومی منشی هو جين تاو په کانګرس کې د راپور اورولو په ترڅ کې د علمی پرمختګ نظريه په مفصل ډول څرګنده او وړاندی کړه چې د چين کمونست ګوند بايد د علمی پرمختګ نظريی پلی کړي چې له مخې يې اقتصاد او ټولنه پرمختګ وکړي او خلک د پرمختګ په پايلو کې شريک شي. دغه نظريه د کانګرس د استازيو تر منځ د ستر غبرګون او د پاملرنې لامل شوې ده. د استازيو په نظر د علمی پرمختګ نظريی په لارښوونې به د چين د اقتصادی او ټولنيزې پرمختيا پټ توان پياوړی شي او د خلکو ژوند به نور هم ښه شي.

د سه چوان ولايت د ميان يانګ ښار استازي تان لي وويل د علمی پرمختګ له نظريی څخه څرګندېږي چې د چين کمونست ګوند پياوړي لرليد لري. هغه وويل د اقتصاد د چټک پرمختګ په بهير کې د انرژۍ سپمول او د چاپيريال ساتل ډېر مهم دی، نو په دې وخت کې د علمی پرمختګ نظريه وړاندی کول ستر اهميت لري ځکه چې د دواملرونکي پرمختګ لپاره بنسټيز ضمانت برابروي.

د استازيو په اند د علمی پرمختګ نظريی پلی کول په راتلونکی کې د کارونو تر سره کولو يوه مهمه موخه ده. استازي فو چنګ يو د چين د سمندري نفتو د عمومی شرکت مشر دی. هغه د خپل کار په هکله د فکر کولو په وخت کې څرګنده کړه چې د انرژۍ سپمول او د چاپيريال ساتل بايد د تصديو لپاره د علمی پرمختګ نظريی پلی کولو يوه مهمه برخه وګرځي. هغه وويل د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې په چارو کې که دولتی تصدي دغه نظريه په ښه توګه تر سره کړي، د چين د اقتصادي جوړښت تنظيمولو او د دواملرونکي پرمختګ د توان پياوړتيا په کارونو کې به ځانګړی خدمتونه وکړي.

اوس چين ټاکلی چې تر ٢٠١٠ کال پوری به د ٢٠٠٥ کال په پرتله د GDP واحد د انرژۍ استعمالولو اندازه شل سلنه او د ککړو شيانو د ايستلو اندازه لس سلنه کمه کړي چې له مخې به يې په ځينو ځايونو کې د GDP زياتوالی لپاره د چاپيريال پر ساتنې بده اغزيه کمه شي.

د شان شي ولايت د سکرو توليدولو په برخه کې يو لوی ولايت دی، د دغه ولايت د ګوندی د کميټی منشی او د اوولسم ملی کانګرس استازي مونګ شيو نونګ په دې نظر دی چې د چاپيريال ساتل په راتلونکي پرمختګ کې يو مهم ځای نيسي. هغه وويل زما په اند د دواملرونکي او ډايروي پرمختګ غوښتنو له مخې بايد د شان شي ولايت له واقعی حالت سره د پيوستون له لاری ايکلوژيکی چاپيريال په ښه توګه اداره شي، اقتصاد چټک پرمختګ وکړي او د خلکو ژوند ښه شي.

له خبريالانو سره د مرکو په ترڅ کې زيات شمېر استازيو وويل د علمی پرمختګ نظريی په پلی کولو سره به خلک زياتې ګټې تر لاسه کړي.

د استخدام، درملنې او زده کړې مسئلی هم د علمی پرمختګ نظريی په پلی کولو کې ستر اهميت لري. د شانګهای ښار د ګوندی کميټی منشی او د کانګرس استازي شي جين پينګ معلومات ورکړل او ويې ويل شانګهای به په عامو خدمتي او مالي چارو کې د وګړيو د ژوند لپاره، بی وزلو اوسيونکو، کليوالو سيمو او غريبو سيمو ته او د وګړيو واقعی مسئلو ته لومړيتوب ورکړي. د درملنې، استخدام او زده کړی په برخو کې به هم په شانګهای کې ځينی تدبيرونه ونيول شي.

عمومی منشی هو جين تاو وويل چين بايد د ځانګړی سوسياليزم د پرمختيا په ترڅ کې د علمی پرمختګ نظريی پر ستراتيژيک فکر ټينګار وکړي. د استازيو په نظر د دغې نظريی د پلی کولو په رڼا کې به د چين اقتصاد او ټولنې، د ښارونو او کليوالو سيمو تر منځ همغږی او دواملرونکی پرمختګ وشي.