<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-18 18:09:45    
په ښکلې دښته کې جګ بادي جنراتورونه

cri

د داخلي مغولستان خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې يو ښکلی ځای او د ولايت په کچه يوه داسې خپلواکه سيمه ده چې له ختيځ څخه تر لويديځ پوری يي پراخوالی تر ټولو پلن دی. په دغه ځای کې پراخې دښتې، شين أسمان، سپينې اوريځې او د أسونو ګلې تر سترګو کيږي . په تيره بيا د باد سرچينه د نورو ځايونو په پرتله ډېره شتمنه ده. اوس په پراخه او ښکلې دښته کې دنګ دنګ بادي جنراتورونه د سيلانيانو په سترګو کې يوه ځانګړۍ منظره ده. ګرانو اوريدونکو، چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به په دې هکله څه معلومات درکړو.

. په پخوا زمانه کې انسانانو يوازی د ژرندې او اوبو راکښلو لپاره بادونه استعمالول ، خو اوس مهال په زياتو هيوادونو په تيره بيا د شمالي اروپا په ځينو هيوادونو کې بادونه ښه استعماليږي. د چين په شمالي سيمه مثلا داخلي مغولستان او شينجيانګ کې د باد سرچينه ډېره غنی ده . د هوي تنګ شي له دښته د داخلي مغلولستان د خپلواکې سيمې له مرکز هوهه هاو ته ښار څخه يوازي يو سل او پنځه ديرش کيلو متره واټن لري او په مغوله ژبه هوي تنګ شي له د سړې لوړې مانا لری .په ١٩٩٦ کال کې ددې خپلواکې سيمې حکومت د باد په وسيله د بريښنا توليدولو شرکت جوړ کړ او په دغه دښته کې يې لومړی بادي جنراتور نصب کړ چې تر دې وخت وروسته په دغه لويه دښته کې يوه بله ښکلې منظره رامنځته شوېده.

په هوی تنګ شي له دښته کې څو سوه جګ جګ بادي جنراتورونه ولاړ دي او په شاوخوا څړ ځايونو کې أسونه په أزاده توګه واښه خوري. د هوی تنګ شي له د بادي بريښناکوټ مشر وويل زموږ بريښنا کوټ په ١٩٩٦ کال کې جوړ او د ٢٠٠٥ کال تر

پايه پوری د اته شپيته زره او پنځه سوه کيلو واټو په ظرفيت څلور نوي بادي جنراتورونه درول شويدي چې ډولونه يي ډېر دي او نور به ودورل شي. موږ به کوشش وکړو چې د روان کال تر پايه پوری به نور بادي جنراتورونه ودروو چې ظرفيت به يې

نژدی يو سل او لس زره کيلو واټو ته ورسېږي.

په هوی تنګ شي له سيمه کې د باد لګيدلو سرعت چټک دی او د باد لګيدلو ورځې اوږدې دي چې دا د باد په وسيله د بريښنا توليدولو لپاره مساعده زمينه برابروي. له دې امله چې په وروستيو کلونو کې د ځمکې تودوخې تودوالی او د چاپيريال ککړتيا د نړيويالو لخوا د پاملرنې وړ ده چې دغه لاملونه تر يوې اندازې پوري د سکرو او تيلو سوځولو له امله رامنځته شويدي، نو د باد او لمر انرژۍ په شمول نوی پاکې انرژۍ په پراخو ساحو کې استعمال شوي دي . ښاغلي جانګ وويل اوس د باد په وسيله د بريښتا توليدولو چارې د نړيوالو له خوا منل شوې، نو په وروستيو دوو کلونو کې يې چټکه پرمختيا موندلې ده .څو کاله مخکې دلته يوازې زموږ يوه فابريکه وه، خو له تير کال څخه څلورداسې فابريکې جوړي شوي دي.

د معلوماتو له مخې پخوا د بادي بريښناکوټ په اړه بنسټيز تاسيسات له نورو هېوادونو څخه وارديدل ، خو د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې حکومت دا هدف وټاکه چې د هيواد او نورو هېوادونو له غوره تصديو سره د همکارۍ له لارې د بادي بريښناکوټ په سلو کې اويا تاسيسات د هيواد دننه توليد شي.

په دښته کې سيلانيان له بادي ماشين سره عکس اخلي . له بيجينګ څخه راغلي سيلاني وويل دا د داخلي مغولستان دښتې ته زما لومړی سفر دی . زما په نظر

دښته ډېره پراخه او ښکلې ده. پر دښته کې دومره زيات بادي جنراتورونه ولاړ دي، دغه منظره ډېره خوندوره ده چې په بل ځاي کې نه ليدل کېږي. که څه هم د هيواد زياتو ځايونو ته تللی يم ، خو شين أسمان، پراخه دښته او لوی بادي بريښنا کوټ زما په

زړه کې ژوره خاطره پاتې ده .

په ښکلې او پراخه دښته کې بادي جنراتورونه کتار په کتار ولاړ دي . د نوې پاکې انرژۍ له پرمختيا او غوره چاپيريال څخه څرګندېږي چې د دغې سيمې اقتصاد به هرومرو چټک پرمختګ وکړي .