<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-18 18:18:49    
نبات پاڼه

cri

د جنوبی امريکا د پاراګوی په ختيځ کې يو ډول نبات شته چې د هغه هېواد د خلکو لخوا د خوږ چای يا خوږ واښه په نامه ياديږی٠ ددغه نبات پاڼه ډېره خوږه ده او له زرو ګرامو وچو پاڼو څخه يی شپيته يا اويا ګرامه بلوری توکی اخيستل کيږی چې دغه ډول بلور له قند څخه دری سوه چنده خواږه دی، نو خلک وايی چې دغه ثبات بالکل طبيعی سکرين دی٠ دغه بوټی ستيويه باراودينا بيرتونی نوميږی چې د کرلو په لومړنی کال کې اتيا سانتی مترو ته او په دوهم کال کې دوو مترو ته جګيږی او د سپتمبر په نيمايی کې د يوی مياشتی لپاره سپين رنګ ګل نيسی چې د زرو دانو تخمونو وزن يی يوازی صفر اعشاريه څلور ګرامه دی٠ دغه ډول خوږ نبات د حرارت د شلو درجو په شاوخوا کې ښه وده دی او په توده سيمه کې يی هر کال څلور واره راټولولی شی٠ په وروستيو کلونو کې عالمانو دا کشف کړ چی سکرين د انسان د صحت لپاره مضر دی ، نو په خوراکونو کې د سکرين په ځای زيات شمېر طبيعی خواږه شيان کارول کيږی ، په تېره بيا دغه نبات د قند د ناروغانو لپاره ډېر لازم دی٠ نو اوس په زياتو هېوادونو او سيمو کې د دغه خواږه نبات کرنه د ترويج په حال کې ده٠

د جنوب لويديځی افريقا سمندری سواحلو ته نژدی په تنګه او اوږده صحرا کې يو ډول نبات ليدل کيږی چې د تنی شکل يی د پری کړی سټی په شان دی ، دا د سل کلنی پاڼی په نامه ډېر عجيب نبات دی چې يوازی دوه پاڼی لری او ساقه يی دېرش سانتی اوږده او دومره غټه ده چې قطر يی د شپيتو سانتی مترو په شاوخوا کې دی٠ د دغه نبات پاڼی د پلنې فيټې غوندی پنډی او کلکې دي چې دوه دری متره اوږدوالی او دېرش سانتی متره پلنوالی لری، ځينی يی حتی شپږ اوه متره اوږدی دی٠

د سل کلنی پاڼی په نامه نبات هر کال غوړيږی او تخمونه يی د باد په واسطه نورو ځايونو ته خپريږی٠ ټولو ته معلومه ده چې په صحرايی سيمه کې د نباتاتو پاڼی فاسديږی يا دخرابيدو په حال کې وی ٠ مثلا کاکتوس چې پاڼی يی اغرنی دی٠ پوښتنه دا ده چې ولی د سل کلنی پاڼی په نامه نبات د نورو نباتاتو سره توپير لری چې پاڼی يی ډېری لويی دی او سل کاله ژوندی کولی شی ؟ لامل يی دا دی چې دغه نبات اوږدی او مستقيمی ريښی لری او د ځمکی له ژوروالی څخه اوبه جذبولی شی، بر سيره پردی دغه نبات سمندر ته نژدی په صحرايی سيمه کې ژوند کوی، له سمندر څخه لندی وږ مکی ورسيږی او شبنم يی هم وهلی شی نو ځکه سل کلنی پاڼی د وچکالی په مقابل کې زيات مقاومت لری او د کال په څلورو فصلونو کې تراو تازه وی٠