<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-18 19:37:58    
چين د کليوالو سيمو او ښارونو ترمنځ د خلکو د عايداتو د نابرابرۍ د کمښت لپاره تدبيرونه نيسی

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې ، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال جوجي شين د روانې مياشتې په ١٨ نيټه په بيجينګ کې وويل چې په چين کې د کليوالو سيمو او ښارونو ترمنځ د خلکو دعايداتو نابرابری د چين حکومت ډيره پاملرنه راجلب کړې او حکومت د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره تدبيرونه نيسی .

نوموړی دغه خبرې په همدی ورځ د چين د کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس د مطبوعاتی مرکز په يوه خبری ناسته کې وکړې .

هغه وويل چې د چين حکومت اوس له کاری اندازې سره سم د نورو شکلونو په پام کې نيولو سره د عايداتو د ويشلو سيستم بشپړوی چې ټيټ عايدات لوړ ، منځنی عايدات پراخ او لوړ عايدات تنظيم کړي او دغه راز قانونی عايدات وساتی او ناقانونه عايدات لغوه کړي .