<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-18 19:39:57    
د يوې همغږۍ ټولنې د جوړولو په اړه د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د استازيو ويناوې.

cri

په بېجينګ کې د چين د کمونست ګوند په روان اوولسم ملی کانګرس کې د يوې همغږۍ ټولنې جوړونه د هېواد د بېلا بېلو ځايونو استازيو د ډېرې پاملرنې وړ يوه مسئله ګرځېدلې ده.

ښاغلی جاو يو جونګ د ان هوی ولايت د چاو هو ښار يو استازی دی چې د قوانينو په ځايی مرستندويه مرکز کې يو وکيل دی. ده زموږ خبريال ته وويل

د قوانينو زموږ مرستندويه مرکز په ١٩٩٦ کال کې جوړی شوی دی. د جوړېدو په سر کې مونږ لږې پيسې درلودې، خو اوس د هغه وخت په پرتله زياتې شوې دي. علت يې دا دی چې زموږ حکومت د خلکو ژوند ته زيات پام اړولی دی. دغه راز د خلکو مسئله د عدالت او مساوات مسئله ده. که دغه مسئله حل شي، نو زموږ ټولنه به لا نوره همغږی شي.

د ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازی ښاغلی شو ګوانګ ګو د چين د هی لونګ جيانګ ولايت د مو دان جيانګ ښار د ګوندی کمېټې منشی دی. ده دې ته اشاره وکړه چې په مو دان جيانګ ښار کې تر ټولو لويه نابرابرۍ د ښار او علاقه داريو ترمنځ او بېلا بېلو ولسواليو ترمنځ توپيرونه دي. د دغې مسئلې

د حلولو لپاره د مو دان جيانګ ښار زيات اړوند تدبيرونه نيولي دي. ده زياته کړه

د مو لين ولسوالی پخوا يوه کرنيزه ولسوالی وه. خو په وروستيو څو کلونو کې يې صنعتی چارو يې چټک پرمختګ کړی دی. نو له دې امله د زياتو وګړيو لپاره کاری فرصتونه برابر شوي، ځايی مالی عايدات زيات شوي او اقتصاد يې هم پرمختګ کړی دی.

استخدام د وګړيو لپاره تر ټولو مهمه مسئله ده. په دې اړه د چين د بېلا بېلو سيمو حکومتونو هم زيات اغېزمن تدبيرونه نيولي دي. استازی ښاغلی جانګ جې هوی د لياو نينګ ولايت په ان شان ښار کې د چين د کمونست ګوند د کمېټې منشی دی. ده وويل

ان شان ښار په وروستيو څو کلونو کې د استخدام مسئلې د حل لپاره زيات کوښښونه کړي دي. تر اوسه پوری د ديارلس زره او شپږ سوه او پنځه ديرش کورنيو خاوندانو يا ښځو ته کاری فرصتونه برابر شوي دي. اوس د استخدام ستونزې د دغه ښار د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې له لومړی کچې څخه دوهمې کچې ته ټيټې شوې دي.

د ښوونې چارې د يوې سوسياليستی همغږۍ ټولنې د جوړولو بنسټ دي. د ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازی او د چين د ښوونې وزير ښاغلي جو جی وويل

په وروستيو پنځو کلونو کې چين د ښوونې په برخه کې په بېلا بېلو کچو او همغږۍ توګه

پرمختګ کړی دی، د بېلګې په توګه د مسلکی ښوونې، د لوړې کچې ښوونې او دوام لرونکی ښوونې د يادونې وړ دي. دغه راز د وګړيو د زده کړې لپاره زيات غوره فرصتونه هم برابر شوي دي.

د يوې سوسياليستی همغږۍ ټولنې د جوړولو په اړه د چين هڅه ورځ په ورځ د وګړيو لپاره زياتې اسانتياوې برابروي. د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د پيل په مراسمو کې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې عمومی منشی هو جين تاو په دې برخه کې د هڅو د زياتوالي يو ځل بيا غوښتنه وکړه.

د يوې سوسياليستی همغږۍ ټولنې جوړونه د چين د ځانګړی سوسياليزم موخې د تر سره کېدو په بهير کې يوه تاريخی دنده ده. موږ بايد د وګړيو د ګټو په اړه د پاملرنې وړ، مستقيمو او واقعی مسئلو د حل لپاره کوښښ وکړو.