د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د کراچی په ښار کې د اکتوبر په نولسمه نېټه سهار وختی دوه چاودنې وشوې چې له امله يې څه باندی يو سل او څليرويشت تنه وژل او دری سوه او شل تنه نور ټپيان شوی دی. ښايی چې د مړو شمير نور هم زيات شي.
د پاکستان د پوليسو په وينا، دغه دوه چاودنې د مخالف ګوند مشرې او د پاکستان د پخوانی صدراعظمې بينظير بوټو د هرکلی پر مهال وشوې، خو بوټو ته کوم زيان ندی رسيدلی.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز په جلا جلا توګه پر دغو دوو چاودنو کلکې نيوکې وکړې . دغه راز د م م سرمنشی بان کي مون هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغو چاودنو سخته غندنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د پاکستان بېلا بېلې سياسی ډلې د خپل هېواد د يووالی لپاره هڅې وکړي.