<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-19 17:20:17    
پينګ ياو ښار

cri

د پينګ ياو ښار د چين په منځنې برخه کې د شان شي ولايت د مرکز تاي يوان ښار په جنوب لويديځ کې پروت دی او د چين د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو څخه يو دی ، دا ښار د ٤٠٠٠ کالو نه مخکې جوړشواو لوړو ديوالونه تری دا چاپير دی٠ د ښار ديوالونه مربع شکل لري ، د ديوالونو لوړوالی ١٢ متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، د ښار په څلورو کونجونو کې پر ديوالونو باندې څلور برجونه ولاړ دي ، پخوا دا ښار د يوه کوچني رود په وسيلی احاطه شوی و ، د رود ژوروالی او پلنوالی څلور متره و ٠ د پينګ ياو ښار عمومي مساحت يوازي څه دپاسه دوه مربع کيلو متره دی ، خو څرنګه چې ددغه ښار په پوره توګه پخوانۍ بڼه ساتل شوی ده او دښار په دننه کې ډير پخواني هستوګنځي او دکانونه موجود دي نو ځکه پينګ ياو ښار په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتو د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د مشهورو کلتوري اثارو د نومونو په ليست کې شامل شو٠پينګ ياو ښار نه يوازې د خپل پخواني شکل په درلودلو سره شهرت موندلی بلکې په دې ښار کې موجود پخواني هستوګنځي او دکانونه چې د سل ګونه کاله مخکې جوړ شوي دي بي شميره سياحان ځانته راجلبوي٠

د پينګ ياو په ښار کې دکانونه ډير دي او خپل پخواني شکل يې هم ساتلي دي ٠ د هردکان په مخکي سره څراغونه ځوړند دي ، سوداګري يې هم توده ښکاري ، يوې فرانسوۍ سيلانۍ ميرمنې سوفي خبريال ته وويل زه ددې ښار سره ډيره مينه لرم ، کله چې په دې ځای کې شاوخوا ته ګورم زياتې محلې او ځانګړې منظرې راته بريښي ٠

د پينګ ياو په ښار کې يو بل ځای هم د ليدو وړ دی ، هغه د پخوانيو پيسو د حوالې او بدلون دپاره يو مرکز و چې ژ شينګ چانګ نوميده او په پخواني چين کې يې ډير شهرت درلود، دا مرکز د چين لومړنی ابتدايې بانک و ، څرنګه چې د سلو کالونو نه مخکې په چين کې خلکو سپين زر دپيسو په توګه په ورځنی ژوند او سوداګري کي استعمالول ، ځکه چي سپين زر د ځان سره د وړلو دپاره اسان کار نه و ، نو د شان شي ولايت هوښيار سوداګرچې لۍ فو تاي نوميده په ١٨٤٢ کال کې د پيسو د حوالې او بدلون دپاره د چين لومړنی مرکز جوړ کړ او هغه ته يې د ژ شينګ چانګ نوم ورکړ ٠دا د چين د بانکي چارو د ادارې لپاره لومړنی او ابتدايي بانک ګڼل کيده ٠په هغه وخت کې د چين په بيلابيلو ځايونو کې د ژ شنګ چانګ څه دپاسه سل نمايندګۍ جوړې شوې ٠ د دغو مرکزو دجوړيدو له امله د سوداګري لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې ، سوداګرانو يوازې د ژ شينګ چانګ د مرکز او ددې مرکز د نمايندګيو لخوا ورکړل شوې حوالی له ځان سره وړلې نو د چين په زياتو ځايونو کې د ژشينګ چانګ په نمايندګيو کې سپين زر اخيستل کيدل ٠

سپين ږيري فان شاو سين چې سږکال دوه اتيا کلن دی او نيکه يې د ژشينګ چانګ په مرکز کې د حسابدار په توګه کار کړی و خبريال ته وويل ژشينګ چانګ په هغه وخت کې په سينګاپور ، ماليزيا او فلپين کې خپلې نمايندګي جوړې کړې ، هغه د ژشينګ چانګ پخوانۍ يوه حواله خبريال ته وښودله او ويې ويل همدا يوه حواله ډيره مهمه وه ، ددې حوالې په واسطه د چين په هرځای کې سپين زر اخيستل کيدل ، هغه زياته کړه چې په ژشينګ چانګ کې حسابدار يو عمده او مهم

کارکوونکي و او مياشتني معاش يې د هغه وخت د يوه ولسوال د معاش نه هم زيات

و ٠ د شان شي ولايت د پيسو د حوالې او بدلولو لپاره دغه مرکز په اوږده موده کې د چين د امپراطوري سلسلې د اقتصادي پرمختګ لپاره ستر او مهم رول لوبولی و ٠د کلونو د تيريدو او د ټولنې د ترقۍ له امله دپيسو د حوالې او بدلولو مرکزونو اغيزه او رول ورځ په ورځ کمزوري شو ه او په پاي کې له منځه ولاړ ٠خو د ژ شينګ چانګ پخوانۍ ودانې ﻻ هم په ښه او پوره توګه راپاتي شوي او ساتل شوي ده٠