<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-19 17:26:56    
دچين د کمونست ګوند د ملي کانګرس په تړاو په چين کې له افغان لوي سفير سره ځانګړې مرکه

cri

د چين د نړيوالې راډيو درنو او عزتمندو اورېدونکيو په سلامونو مو ستايم،خدای وکړی چې د بشپړې روغتيا خاوندان اوسئ،او په ورځينو چارو کې مو برياليتوب په برخه وي.

درنو اورېدونکيو د چين د کمونست ګوندملي کانګرس چې د دې هېواد با صلاحيت ارګان هم ګڼل کيږي،خپله غونډه د اکتوبر په پنځلسمه نيټه دلته په بيجينګ کې پرانيستله،دغه غونډه په هرو پنځو کلونو کې يو ځل جوړيږي،او روان کانګرس د کمونست ګوند اولسم ملي کانګرس دی چې د دغه ګوند شاوخوا دوه زره او دوه سوو تنو استازيو ګډون پکې کړی دی.

ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د تېرو پنځو کلونو پر کار کړنو غور وشي،او تر څيړنو لاندې ونيول شي،همدغه راز د راتلونکيو پنځو کلونو لپاره په بېلابېلو برخو کې اړوند پلانونه جوړيږي،او تر بحث او غور لاندې نيول کيږي.

د کمونست ګوند ملي کانګرس ته پر چينايانو سربېره بهرنيو سياستوالو،خبري رسنيو او بېلابېلو خواو هم زيات پام کړی دی.په دې هکله مو په چين کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوي سفير ښاغلی اکليل احمد حکيمي سره يوه مرکه کړې چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ نو وابه يې ورئ، ښاغلي حکيمي وايي دغه غونډه يوه مهمه او د پام وړ يوه غونډه ده چې دده په وينا په کې پر ډېرو مهمو موضوعاتو بحث شوی دی،دی زياتوي:

زما په أند په دغه کانګرس يا غونډه کې يو شمير مسئلې تر بحث او غور لاندې راغلي دي،او دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې دوی په څومره زړه سواندۍ او دقت سره خپلې ستونزې او مسئلې د يو منظم ګوندي نظام له لارې مطرح کوي،او د هغو لپاره د حل لارې چارې لټوي.

درنو اورېدونيکو چين پنځه کاله مخکې د کمونست ګوند شپاړسم ملي کانګرس غونډه جوړه کړې وه،او يو لړ موخې يې ټاکلې وې،چې د تېرو پنځو کلونو د کارکړنو په هکله د کمونست ګوند عمومي منشي ښاغلي هوجين تاو د غونډې ګډون والو ته بشپړ راپور وړاندې کړ،ښاغلی اکليل احمد حکيمي وايي دا شان کار کړنې د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره ډېرې ګټورې دي،او د بېلګې په توګه ځينو ټکو ته داسې اشاره کوي:

هغه ستونزې چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د چين پر وړاندې پرتې وې،د بېلګې په توګه اداري فساد،چاپېريال ساتنې،د انرژۍ په برخه کې ځينې ستونزې،دغه راز د زده کړو او روغتيا په برخو کې ځينې موجودې مسئلې تر پوره بحث او غور لاندې راغلې.

افغان لوی سفير په دې هکله داسې زياتوي:

دوی خپلې اړوندې دغه مسئلې په ډېر صداقت او ريښتينولۍ سره مطرح کوي،د حل لپاره يې وړانديزونه کوي،او د خپلو موجودو امکاناتو سره راتلونکي پلانونه جوړوي،د بېلګې په توګه د چين حکومت خپلو وګړيو ته تر ٢٠٢٠ کال پورې د يوې أبادې او سمسورې ټولنې پلان کمونست ګوند ته وړاندې کوي،او د کمونست ګوند لوړپوړي چارواکي خپلو امکاناتو او اړوند پاليسۍ له مخې پر هغه غور کوي،او تر پنځو کلونو وروسته له حکومت څخه د هغوي د کار کړنو په هکله پوښتنې کوي او حکومت هغوی ته د خپلو ترسره شويو کارونو او راتلونکيو پلانونو په هکله بشپړ معلومات ورکوي،چې دا يو ښه او د پام وړ سيستم دی.

د چين د کمونست ګوند له منشور سره سم د چين د کمونست ګوند ملی کانګرس او د دغه کانګرس له خوا ټاکل شوی مرکزی کميټه د دغه ګوند لوړپوړی لارښوونکی ارګان دی او د چين د کمونست ګوند ټولی مهمی مسئلی د ملی کانګرس د بحث په ترڅ کې حل کيږي٠ د ګوندد ملی کانګرس دندې : د مرکزی کمېټې او د مرکزی انضباطي چارو څارونکې کميټې د راپور اوريدل او څارل ، د ګوند د مهمو مسئلو په هکله بحث کول، د ګوند منشور اصلاح د مرکزی کميټی او د مرکزی انضباطي چارو څارونکې کميټې ټاکل دي٠

لکه څنګه چې د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت مرستيال لی شيو يونګ څو ورځې مخکې په بيجينګ کې وويل په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند له ١٦ م ملی کانګرس راهيسی د چين ساينس او تکنالوژۍ زيات پرمختګ کړی چې له مخې يې د علومو او تکنالوژۍ ځواک پياوړی شوی او هم د هېواد اختراعی توان لوړ شوی دی. چې په ترڅ کې يې له پنځو کلونو راهيسی د انسان وړونکی فضايی بيړۍ، پيوند شويو شولو او غوره کمپيوترونو په شمول د علمی تکنالوژۍ يو لړ برياليتوبونه تر لاسه شوي، د لوړې کچې تکنالوژۍ او تجهيزاتو د څيړنې توان لوړ شوی او د اقتصادی جوړښت د تنظيمولو، د کرنې او کليوالو سيمو او هم د بزګرانو د ستونزو د حل او د خلکو ژوند د ښه والی په برخه کې د علومو او تکنالوژۍ مهم رول پياوړی شوی دی.

په چين کې د افغانستان لوي سفير وايي اوس مهال د چين پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا نه يواځې په چين کې بلکې په نړيواله کچه محسوسه ده :

له دې واقيعيت څخه هيڅوک سترګې منشي پټولای چې اوس مهال چين له اقتصادي پلوه په يو نړيوال ځواک بدليږي.او په سوله ايزه توګه پرمختګ يې ټولو ته ښه څرګند دی.

د چين د کمونست ګوند عمومی مشر هو جين تاو د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د دغه ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د تايوان تنګي له دواړو غاړو څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين د پيژندنې د اصولو پر بنسټ د سلامشورې له لارې سوله ايز موافقه ليک لاسليک کړي.

درنو اورېدونکيو چين پخپلو کورنيو چارو کې هم تل په سوله ايزه توګه ګامونه اخلي د بېلګې په توګه د تايوان د مسئلې په هکله ښاغلي هو جين تاو پر دې خبر ټينګار وکړ چې د يو چين د پيژندنې پر اصولو ټينګار د دواړو غاړو ترمنځ د سولې او پرمختګ سياسی بنسټ دی. هغه وويل: که څه هم د دواړو غاړو ترمنځ يووالی نه دی تر سره شوی، خو تايوان د چين يوه برخه ده چې دا حقيقت هم تر اوسه پورې هم نه دی بدل شوی . د چين کمونست ګوند غواړي د تايوان له هر هغه ګوند سره خبرې اترې او سلامشوره وکړي چې تايوان د چين يوه برخه ګڼي. دغه راز د چين کمونست ګوند به د تايوان د وطنوالو د ګټو د تامينولو په اړه تګلارې او تدبيرونه ونيسی او د قانون سره سم به د تايواني وطنوالو حقه حقونه وساتي.

په چين کې د افغانستان لوي سفير په کور دننه او له هېواد څخه بهر د چين د رول د پياوړتيا مثبه ارزونه کوي او وايي چې تل هڅه کوي چې دموجودې ستونزې د سولې او خبرو اترو له لارې حل کړي،دی زياتوي :

ښاغلي هوجين تاو هغه وړانديز چې د تايوان په هکله درلود،ورڅخه څرګنديږي چې دوی غواړي هغه مسئله په سوله ايزه توګه حل کړي،همدا شان په نړيوالو مسئلو کې د چين ځواکمن رول او د امنيت په شورا کې د چين فعال رول ټول ته ښه څرګند او روښانه دی،او زياتره خلک په ښه سترګه ورته ګوري او ورته خوشبين دي.

په تېرو څو کلونو کې د کوريا په ټاپو وزمي کې د ديموکراتيکې کوريا زروي مسئله په سيمه او حتې په نړۍ کې يوه مهمه او ستونزمنه مسئله وه چې پدې وختونو کې د شپړ اخيزو خبرو اترو او د اړوند هېوادونو د زياتو کوښښونو له امله هغه ستونزه اوس د حل کېدو په بهير کې ده،او حالات اوس له ترينګليتا څخه وتلي ګڼل کيږي،ښاغلی حکيمي د ديموکراتيکې کوريا د زروي مسئلې په حل کې د چين مثبت رول ستايي او زياته يې کړه چې د چين د کوښښونو له برکته هغه ستونزه اوس پای ته په رسېدو کې ده :

تاسو عملا ګورئ چين په هغه مثبت رول سره چې د ديمکراتيکې کوريا د زروي مسئلې په هکله يې ولوباوه يوه لويه نړيواله ستونزه يې د يوې فعالې ديپلوماسۍ او مناسب منځګړيتوب سره تقريبأ پاي ته ورسوله.

د چين د کمونست ګوند عمومي منشي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل ددې ګوند له تګلارو څخه يو هم له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو ساتل دي،او د چين حکومت له خپلو ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره همکارۍ او دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري.

ښاغلی حکيمي دغې مسئلې ته په اشارې سره وويل اوس مهال د چين او افغانستان تر منځ اړيکې د بل هر وخت په پرتله ډېرې نږدې او او ټينګې شوي دي،او دواړه خواوې د خپلمنځي اړيکيو د لا پياوړتيا لپاره هڅې او هاند کوي:

د پخوا په پرتله په تېرو دوو کالونو کې د چين او افغانستان تر منځ نه يواځې په سياسي او ديپلماتيکو برخو بلکې په اقتصادي،سوداګريزو،فرهنګي او کلتوري برخو کې اړيکې لا ټينګې او پراخې شوي دي،موږ د چين له ولسي جمهوريت سره د دوستۍ او ښه ګانډيتوب تړون لرو.

دغه راز په اقتصادي،سوداګريزو،فرهنګي او د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې مو له چين سره يو شمېر تړونونه لاسليک کړي دي،او اوس عملا د پلي کېدو په حال دي.

ښاغلی حکيمي وايي چين نه يوازې له افغانستان سره چې په ګاونډ کې ورسره پروت دی مرستې کوي،بلکې د نورو ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو،د منځنۍ أسيا هېوادونو،په شمال کې له جاپان او کوريا،دجنوب ختيځې او لېرې ختيځ له هېوادونو سره يې تل ښې او دوستانه اړيکې ساتلي،او د خپلې دوستۍ او همکارۍ تګلاره په عمل کې پلې کوي.او دا ټولو ته روښانه او څرګنده ده.

د چين د حکومت له تګلارو څخه يو هم د ورخلاصون او اصلاحاتو پلي کول دي،چې په ترڅ کې يې له شاوخوا دېرشو کلونو راهيسې د چين دروازې د نړۍ پر مخ پرانيستل شويدي،او ورسره يې په بيلابيلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی،د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د چين دکمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د وينا په ترڅ کې وويل چين به بهر ته ورخلاصون لا نور هم پراخ کړی چی د ورخلاصي اقتصاد سويه لوړه شي٠

عمومی منشی وويل چين به په چټکه توګه د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي حالات بدل کړي، د وارداتو او صادراتو جوړښت به تعديل کړي،د پروسس سوداګرۍ به پياوړې کړي او په پوره توګه به خدمتي سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړي او د خپلواکو اختراعاتو او د صنائعو د لوړتيا په برخو کې به د بهرنيو پانګو فعال رول ولوبوي .

په چين کې ميشت افغان سفير وايي د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون دغه پروګرام افغانستان ته هم زياتې ګټې رسولې دي،او اوس مهال د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو د يو بل په هېواد کې خپلو چارو او فعاليتونو ته پراختيا او پرمختيا ورکړې ده ،دی وايي:

سربېره پر دې چې د چين حکومت له افغانستان سره بلاعوضه مرستې کوي،اوس مهال چيني تصديو په افغانستان کې په پانګونې پيل کړی،چې دا هم د ورخلاصون د تګلارو له ښېګڼو څخه ګڼلای شو،او په ورته توګه افغان سوداګر په چين کې پانګونې کوي او دا چارې ورځ تر بله د پرمختګ په حال دي .

٠په دی وروستيو ورځو کې په چين کې دننه او د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو خبري رسنيو، سياستوالو او پوهانو په جلا جلا توګه دغه کانګرس ته پاملرنه کړې ده،او ددغې غونډې مثبتو پايلو ته سترګې په لار دي،په چين کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوي سفير ښاغلی حکيمي هم هيله لري چې دغه غونډه په برياليتوب سره پاي ته ورسيږي او مثبتې پايلې ولري،ښاغلی حکيمي په دې هکله څرګندوي :

زه هيله لرم چې هغه تصميمونه چې په راتلونکې کې نيول کيږي،هغه رپوټونه چې پدې کنګره کې ورکول شوي دي، په ځانګړې توګه هغه ټولګټې پروژې چې پدې بهير کې په پام کې نيول شويدي،او هغه ننګونې چې ددوی پر وړاندې پرتې دي،ټول مثبتې پايلې تر لاسه کړي.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نننی ځانګړی پروګرام چې د چين د کمونست ګوند د اولسم ملي کانګرس د غونډې په تړاو په چين کې د افغانستان له لوي سفير سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی وو په همدې ځای پاي ته رسيږي تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم.ښاد او أباد اوسئ.