<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-19 18:39:28    
چين د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې د پاک چاپيريال ساتلو ژمنې په اړه ښکاره برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بيجينګ د ښاروال مرستيال او د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو انتظامی کميټی د مشر مرستال ليو جينګ مين د اکتوبر په نولسمه نېټه په بيجينګ کې وويل د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې د پاک چاپيريال ساتلو په اړه د خپلی ژمنې پوره کولو په موخه د چين په کوششونو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د مطبوعاتی مرکز په خبري ناسته کې وکړې. هغه وويل د اولمپيک سپورتی لوبو په تدارکاتی کارونو کې په ښار کې د چاپيريال ساتلو چارو ښکاره پرمختګ کړی او له مخې يې اوس پاکه انرژي او د بيا استفادی وړ انرژۍ کارول کېږي او د ککړو شيانو ايستلو اندازه کمېږي. اوس د بيجينګ په ايکلوژيکی چاپيريال کې په ښکاره توګه ښه والی راغلی دی چې په ٢٠٠٦ کال کې د هغو ورځو شمير د کلنۍ مودې ٦٦ سلنه نيوله چې د هوا کيفيت يې ښه و، دغه انډول د ٢٠٠٢ کال په پر تله په سلو کې ١٨ زيات شوی او په ښار کې د نباتاتو پټولو انډول په سلو کې ٤٢ ته رسيدلی دی.