<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-19 20:48:11    
د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د تياريانې عمده دندې ترسره شويدي

cri

د بېجينګ ښاروالۍ مرستيال ليو جين مينګ چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د انتظامې کمېټې د اجرائوي کميسيون مرستيال هم دی ، د روانې مياشتې په نولسمه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د دغو لوبو لپاره د تياريانو عمده دندې په ټاکلې موده کې بشپړې شوي دي چې له امله يي په بريالۍ توګه د راتلونکو لوبو د ترسره کولو لپاره مساعده زمينه برابره شوېده .

اوس د اولمپيک راتلونکو لوبو تر پرانستلو پورې څه کم درې سوه ورځې پاتې دي . له شپږو کلونو راهيسې د چين حکومت او ګڼ شمير وګړيو په ملاتړ بيلا بيل مقدماتي کارونه په عادي توګه روان دي . ښاغلي ليو جين مينګ د ګوند د اوولسم ملي کانګرس په خبري ناسته کې وويل تر اوسه پورې مهم مقدماتي کارونه په ټاکلې موده کې ترسره شويدي. د بېلګې په توګه له ٣٧ لوبغاليو څخه اوه ويشت بشپړ شوي او پرته له دې نه چې ملي لوبغالی به د راتلونکي مارچ په مياشت کې بشپړه شی ، نور لس لوبغالي به د سږني کال تر پايه پورې په کار ولويږي. دغه راز د لوبو د پرانستنې او پاي مراسمو د ترسره کولو ترتيب ټاکل شوی او د اولمپيک مشالونو د ليږدولو تياريانې د ترسره کولو په حال کې دي .

دده په وينا د سياليو ټکټونو د نيولو او پلورلو او د داوطلبانو منلو کارونه هم روان دي چې تر اوسه پورې ٦٧٠ زره تنو خپل نومونه ثبت کړيدي. برسيره پردې له وروستيو شپږو کلونو راهيسې د بېجينګ ايکولوژيکي چاپيريال او ترانسپورتي تاسيسات غوره شوي او د ښاريانو اخلاقي کچه هم لوړه شوېده چې دغه ټولو چارو په بريالۍ توګه د راتلونکو لوبو د ترسره کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړيدي.

د شنه اولمپيک په نامه پلان کې چې د اولمپيک د کوربنۍ حق د تر لاسه کولو لپاره د بېجينګ ښاروالي لخوا وړاندی شوی ، ژمنه شوی چې د اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو په موده کې پر چاپيريال منفی اغيزې کمې شی . ښاغلي ليو جين مينګ وويل د تياريانې په ټولو پړاوونو کې مو ددغې ژمنې د ترسره کولو لپاره زيات هاند او کوشش کړی او په راتلونکي وخت کې به دغو کوششونو ته دوام ورکړو چې نوموړی پلان په پوره توګه ترسره شی.

ښاغلي ليو څو بېلګې راوړې او و يي ويل چې د لوبغاليو د جوړولو لپاره هغه توکي استعمال شی چې چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوی . په بېجينګ کې د پاکې انرژۍ کارولو ساحه پراخه او د ککړو توکيو ، اوبو او لوګيو د خپراوي اندازه کمه شوې ده چې په پايله کې يې تير کال په دوه سوه او يو څلويښت ورځو کې د بېجينګ هوا کيفيت ښه شوی او دغه اندازه د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کې ١٨ زياته شوېده . دغه راز د ښار د شنه کيدو انډول په سلو کې ٤٢ ته رسېدلی دی.

د اولمپيک لوبو په موده کې د امنيت ساتنې کارونه د مقدماتي کارونو لپاره ډير اهميت لری . ښاغلي ليو وويل موږ د اولمپيک د نړيوالې کمېټې له غوښتنې سره سم د لوبو د ترسره کولو په موده کې د امنيت ساتنې په هکله جدی او مفصل پلان او د دولت په کچه اغيزمن لارښوونکی سيستم جوړ کړی ، د اولمپيک په تاريخ کې مو تجربې او درسونه راټول کړي او يو لړ نړيوال پرمختللي تخنيکي تدبيرونه مو غوره کړيدي. د معلوماتو له مخې چين د امنيت ساتنې په ساحه کې له هغو هيوادونو سره نژدې همکاری کوي چې د اولمپيک سپورتي لوبې يې ترسره کړي دی.

ښاغلي ليو جين مينګ په مطبوعاتي غونډه کې زياته کړه چې د اولمپيک سپورتي

لوبو د ترسره کولو له لارې به د بيجينګ ښار شهرت نور هم پراخ او اقتصاد به يې چټک شی . دده په اند د اولمپيک لوبو مقدماتي کارونو د بېجينګ ښاروالي په ابادۍ کې ستر خوځند رول لوبولی او لوبوی يې . بيجينګ ښار به د دغو لوبو تر پرانستنې پورې په لسو مياشتو کې خپلو کوششونو ته دوام ورکړی چې دغه لوبې په ځانګړي او لوړه کچه ترسره شی .