<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-20 10:13:45    
په چين کې د نوی بڼې کليو د جوړولو په اړه يو لړ تګلارې ټاکل شوی دی.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازي او د مرکزی حکومت د کليوالو چارو دفتر مشر چين شي وين د اکتوبر په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل: په تېرو څو کلونو کې په چين کې کليوالو چارو او بزګرانو ته د يو لړ امتيازې تدبيرونو له امله د غلو دانو توليدی اندازه ګام په ګام زياتېږي او د بزګرانو عايدات هم زياتېږي. دغه راز په چين کې د نوې بڼې کليو د جوړولو په اړه يو نوی سيستم د بشپړيدو په درشل کې دی.

ښاغلي چين شي وين دغه څرګندونې د ګوند د ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه زياته کړه چې په راتلونکی کې به د چين حکومت په مداومه توګه د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی او د کرني چارو د چټک پرمختګ لپاره هڅې وکړي.