د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د پاکستان خبري رسنيو د اکتوبر په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې او د خلکو ګوند مشرې بينظير بوټو په کراچی ښار کې پر دوو چاودنو کلکه نيوګه وکړه او څرګنده يې کړه چې هغه به په ټينګار سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي.
بينظير بوټو د اکتوبر په نولسمه نېټه ماښام په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل: يادې شوی چاودنې نه يوازی پر دې باندی، بلکې د پاکستان پر ديموکراسۍ او يووالی بريد هم ګڼل کېږي. دې په دغو چاودنو کې د مرګ او ژوبلې په اړه خپله خواشينی څرګنده کړه او د دغه هېواد د حکومت له بهرنيو او کورنيو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې د افراطی ځواکونو پرضد د مبارزې لپاره هڅې وکړي.