د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د رئيسه ډلې دريمه غونډه د اکتوبر په شلمه نېته سهار په بېجينګ کې تر سره شوه چې په کې د دغه ګوند د نوی دوری مرکزي کميټې د غړيو او کانديدانو او د انضباط مرکزي کميسيون د کانديدانو ليست تصويب او د بحث لپاره بېلا بېلو پلاويو ته وړاندی شو.
په همدې ورځ له غرمی وروسته به د دغې غونډې د پلاويو غونډه تر سره شي او برخوال به په دغه ليست بحث وکړي. د اکتوبر په يوويشتمه نېټه سهار به رسمی ټولټاکنه وشي.