د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشری ايتلافی ځواکونو د اکتوبر په شلمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل ايتلافی ځواکونو او د افغانستان ملي پوځ په همدې ورځ د هلمند په ولايت کې شپږدېرش تنه طالبان ووژل.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې دغو ځواکونو او ملي پوځ په همدې ورځ د هلمند ولايت د موسا کلا په سيمه کې د ګزمې پر وخت د طالبانو له بريد سره مخامخ شول. نو دوی هم سمدلاسه وسله وال غبرګون وښود.