<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-21 10:54:44    
چين په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو ماشومانو ته د اجباری زده کړو زمينه برابروي

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پوهنې وزارت مرستيال يوان ګوی ژن د اکتوبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل په ٢٠٠٢ کال کې د کمونست ګوند له شپاړسم ملي کانګرس راهيسی، د چين حکومت په فعاله توګه د روزنې برابرۍ پرمخ بيايی او په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د ماشومانو د اجباری زده کړو مسئلې د حل لپاره کوششونه کوي.

نوموړی وويل له پنځو کلونو راهيسی د چين په ګوټ ګوټ کې يو شمېر ښوونځي جوړ، بيا رغول او يا هم پراخ شوی او د ماشومانو د زده کړې لپاره ځايونه برابروي چې د بېلا بېلو کچو حکومتونو په ښوونځيو کې د دوی د شاملېدو انډول د لوړتيا لپاره يې ځانګړې پانګې لګولې دي.