د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کلتور وزارت مرستيال يو يو جون د اکتوبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين پلان لري چې په منځنيو او لوېديځو کليوالو سيمو کې د کلتوري مرکزونو د جوړونې لپاره هر کال څلور مليارډ يوانه بېل کړي.
نوموړی په همدې ورځ د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس په مطبوعاتی مرکز کې خبريالانو ته وويل چين به په راتلونکو څلورو يا پنځو کلونو کې د کلتوري خدمت لپاره هغه بنسټيز تاسيسات جوړ او بشپړ کړي چې ښارونه او کليوالې سيمې تر پوښښ لاندی نيسی. په تيره بيا په کليوالو سيمو کې بايد د کتابتونونو، موزيمو او کلتوري غرفو جوړونه بشپړه شي او د نابالغو کسانو له ځانګړتياوو سره سم يو شمېر تاسيسات هم جوړ شي.