د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د راډيو او ټلويزيون ادارې مرستيالې جاو شه د اکتوبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين هيله لري چې د کارټون په چارو کې خپله نړيواله تبادله او همکاری پراخه کړي.
ميرمن جاو د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس په مطبوعاتی مرکز کې خبريالانو ته وويل چين د خپلو کارټوني چارو د پرمختګ د ملاتړ لپاره هر کال لس مليون يوانه لګوي چې تر اوسه يې د کارټون چارو اوولس اډې او د کارټون د زره کړې او څېړنې شپږ اډې جوړې کړي دي.