<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-21 15:17:57    
د چين د کمونست ګوند اوولسم ملي کانګرس پای ته ورسيد ( نوی

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند اوولسم ملي کانګرس د اکتوبر په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيد. په دغه غونډه کې د هو جين تاو راپور تصويب شوی او د کمونست ګوند منشور رغول شوی دي. په رغول شوي منشور کې ويل کېږی چې د علمي پرمختګ نظر د چين د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ يو مهم لارښوونکی اصل دی.

هو جين تاو په همدې ورځ د دغې غونډې مشری وکړه او و يې ويل تاريخ و وی خبرې شاهدی چې په دغه غونډه کې تصويب شوی پرېکړې، پلانونه او تر لاسه شوی برياليتوبونه به هرومرو د چين د ځانګړی سوسياليزم د پرمختګ او د کمونست ګوند د ابادۍ لپاره د لارښوونې مهم رول ولوبوي او ستراتيژيک اهميت به ولري.

په دغه غونډه کې د شاوخوا دوه زره او دوه سوه تنو برخوالو په رايې ور کولو سره د دوه سوه او څلور غړيو او يو سل او اووه شپېته کانديدو غړيو په شمول نوی مرکزي کمېټه او د انضباط نوی برکزي کميسيون جوړ شوی چې يو سل او اووه ويشت غړی لري.