د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د ١٧ دوری مرکزی کمېټې په لومړی عمومی غونډه کې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون نوي انتخاب شوی غړی به د اکتوبر په ٢٢ نېټه له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره کتنې وکړي.
د چين د نړيولې راډيو، د چين مرکزی تلويزيون او راډيو په ګډون يو لړ عمده خبری رسنی به په همدی ورځ په مستقيمه توګه د دغې خبری غونډې بهير ټولې نړۍ ته خپور کړي.
بر سېره پردی، د خلکو او سين هوا ويب پاڼو په ګډون د چين يو لړ عمده ويب پاڼې به هم د دغې غونډې بهير خپور کړي.