<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-21 19:15:02    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس په هکله په بېجينګ کې د څو افغان ملګرو نظريې

cri

د چين د نړيوالې راډيو کارپوه تايب صاحب په دې نژدی وخت کې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس د پرانستلو په هکله په بيجينګ کې له څو افغان ملګرو سره مرکه کړې چې پکې کوهاټ بدرخيل ، سيد ميرويس او د چين د نړيوالې راډيو کارپوه امان الله عمران شامل دي. د دغې مرکې لنډيز په دې ډول دی.

ښاغلي طايب : لکه څنګه چې تاسی پوهيږي چې د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په پنځلسمه نېټه په بيجينګ کې پرانستل شو او دغه کانګرس په هر پنځو کلونو کې يو ځل جوړيږي . په روانه غونډه کې به د ګوند نوې مرکزي کميټه ، د انضباط نوی مرکزي کميسيون ، د ګوند منشور او يو لړ مهمې تګلارې او اسناد تر بحث او څيړنې وروسته تصويب شی .

ښاغلي امان الله عمران : لکه څنګه چې تاسی مخکې وويل د چين د کمونست ګوند ملي کانګرس په هر پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کيږي . په روانه غونډه کې د چين د دولت رييس او د ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي هو جين تاو د تير ملي کانګرس د مرکزي کميټې په استازيتوب يو راپور واورول شو او د تيرو پنځو کلونو په موده کې يي تر لاسه شوي برياليتوبونه ياد کړيدي. هغه وويل چې که څه هم په تيرو کلونو کې مو ستر بريالتوبونه تر لاسه کړي ، خو لا هم زياتې مسئلې موجودې دي . د بېلګي په توګه د چاپيريال مسئله او اداري فساد او داسي نور. ده پر هغو چاروواکيو باندي سخته نيوکه وکړه چې د خپلې دندې څخه يې په ناوړه استفاده شخصي ګټه اخيستې ده. ده دې ته اشاره وکړه چې بايد د فساد پر ضد مبارزه تر وروستي بري پوري

دوام وکړي څو چې په چين کې داسي همغږی ټولنه جوړه شی چې ټول وګړي په مساوي توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون له تګلارې تر لاسه شويو بريالتوبونو څخه ګټه واخلي.

ښاغلی سيدميرويس : پنځلس کاله مخکې می چين ته سفر کړی دی او اته کاله کيږي چې په چين کې ژوند کوم . ما په خپلو سترګو وليدل چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي په تيره بيا اقتصاد يې چټک پرمختګ کړی او د خلکو د ژوند سويه يې په څرګندډول لوړه شويده . له اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسې چين له يو وروسته پاتي هيواد څخه په يوه غښتلي او پرمختللي هيواد بدل شوی دی او د بېلابېلو هيوادونو سوداګرانو ته د پانګه اچولو مساعده زمينه برابره شوېده . زما په نظر نن ورځ اصلاحات او ورخلاصون د چين اقتصاد ته ستره ګټه رسوي . څرنګه چې د چيني توليداتو بيه ارزان او کيفيت يې ښه دی ، نو اوس چين د نړيوال بازار مرکز ګرځيدلی دی.

کوهاټ بدرخيل : لس کاله کيږي چې د چين دروازه خلاصه شوېده . د نورو هيوادونو په پرتله د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او په خپل هيواد کې يې د بهرنيو پانګه اچوونکو ته ډول ډول اسانتياوې برابرې کړيدي.

امان الله عمران : د چين د ملي ولسي کانګرس او د ګوند د ملي کانګرس ترمنځ توپير دا دی چې ګوندي کانګرس په هر پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي او د ګوند د مرکزي کميټې ټاکنه او د ګوند د سياسي بيورو غړي د چين د کمونست ګوند مشران بلل کيږي او د دولت چاري او د چين مشرتابه هم ددوی په لاس کې دی . خو د چين ملي ولسي کانګرس هر کال د مارچ په مياشت کې جوړيږي او ددوي عمده دنده د

دولت لپاره د پلانونو جوړول او دغه راز د دولت له کارونو څخه څارنه ده . د خلکو د ښيګڼې لپاره قانون جوړيږي او په قانون باندي له سره غور وکړي او په نوي قانون کې ځاي ورکول کيږي .

سيد ميرويس: عمومي منشي هو جين تاو په خپل راپور کې دې ته اشاره وکړه چې د خپلو ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړيکيو ټينګول ، ددوی عمده موخه ده . افغانستان د چين ګاونډي هيواد دی ، باور دی چې د دواړو هيوادونو ترمنځ روابط مخ په ښه کيدو دي . تاسی پخپله ګوری چې نن ورځ ډير افغان سوداګران په چين کې نمايندګۍ لری ، کار کوي ، تجارت کوي ، همداشان تاسي خبر يې چې په افغانستان کې د چين سوداګران سرمايه لرونکي پانګې اچوي ، شايد دی چې دغه مناسبات په ښه کيدو دي او ډير مثبت تعيرات پکې راشی.

کوهات بدرخيل :دا معلومه خبره ده چې د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د چين نژدی ګاونډي هيواد پاتې شوی دی او د دواړو هيوادونو ترمنځ هيڅ کومه ستونزه نشته ، که څه هم چين له افغانستان سره کمې سرحدي پولې لري خو په هيڅ وخت کې ستونزي نه دی لرلی او له افغانستان سره نيک مناسبات او نيکې اړيکې لري . خصوصأ په دې نژدی کلونو کې چين په دی کوشش کوي چې له افغانستان سره اقتصادي مرسته وکړي . په دې موقع کې بايد د افغانستان خلک او حکومت څنګه نور له چين سره تجارتي او دولتي اړيکيو ته نوره پراختيا هم ورکړي ترڅو د چين له سترو تجربو څخه چې د لس کلونو يا پنځلسو کلونو په اوږدو کې يې تر لاسه کړی دی او له اقتصادي پلوه افغانستان بايد ددې نه استفاده وکړي ترڅو وکولی شی چي د افغانستان خلک په ارامه او د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

امان الله عمران : شک نشته چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان او چين ترمنځ

اړيکي ډيرې سره ټينګې شويدي او دواړه هيوادونه پر دی ښه پوهيږي چې د دواړو هيوادونو ګټه د اړيکو په ښه والي کې ده او يو دبل سره نژديوالي ددوي په ګټه دی .

سيد ميرويس: يو چينايي متل شته چې وايي نژدی ګاونډي ښه ده تر ليري خپلوانو . موږ له چينايانو سره نژدي ګاونډبتوب لرو ، فکر کوم چې له دې نه بايد غټه او مثبته استفاده وکړو.