د سين هوا اژانس دخبر له مخې ، د ګوند د مرکزی کميټې د انضباط د څارنې کميسيون چې د چين دکمونست ګوند په اووه لسم ملی کانګرس کې غوره شوی ، د روانې مياشتې په ٢٢ نيټه په بيجينګ کې خپله لومړی عمومی غونډه ترسره کړه او په کې يی د لومړی غونډې ګډه اعلاميه خپره کړه .
د دغه کميسيون ١٢٧ تنو غړيو په دغه غونډه کې ګډون درلودچې ښاغلی هه ګو چيانګ يی مشری وکړه . د دې ترڅنګ په دغه غونډه کې د نوموړی کمسيون منشی ، مرستيالان او د کميسيون د دايمی غړی هم غوره شول چې د منظورۍ لپاره مرکزی کميټې ته وړاندی شول .