<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 16:34:32    
د چين دکمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس پای ته رسيدو ته د بهرنيو خبری رسنيو پاملرنه زياته وه

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخې ، د چين د کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس د روانې مياشتې په ٢١ نيټه په بيجينګ کې پای ته ورسيد. د نړۍ يو شمير عمده خبری رسنيو په وخت د کانګرس د پای ته رسيدو خبر خپور کړ او د دغه ګوند د نوی مرکزی کميټې ټاکنې ، د انضباط د څارنې کميټې او د چين د کمونست ګوند د منشور د تعديلپاڼې د منلو پريکړې ته يی ډيره پاملرنه وکړه .

د جاپان د جي جي او کيودو اژانسونو په راپورونو کې ويل شوي چې د ګوند په منشور کې د علمی پرمختګ نظريې له يادونې څخه څرګنديږی چې چين د خلکو ژوند ته ډير اهميت ورکوي ، چين به د يوې هوسا ټولنې د ابادۍ لپاره کوشش ، د خپل اقتصاد دايمی او ثابت پرمختګ به وساتی ، د خلکو د عايداتو نابرابری به کمه کړي ، چاپيريال ساتنې او د خلکو ژوند ښه والی په برخه کې به څرګند ګامونه واخلی .

د کوريا جمهوريت يونهاپ اژانس وويل چې د دغه کانګرس په پريکړه کې د علمی پرمختګ نظريې ليکل د چين د کمونست ګوند په تاريخ کې يوه مهمه پېښه ګڼل کيږی .