<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 16:38:20    
د چين د کمونست ګوند د نوې دورې مرکزی کميټې مشرانو ډله وټاکل شوه

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين کمونست ګوند د اوولسمی مرکزی کميټی لومړۍ عمومی غونډه د اکتوبر په ٢٢مه نېټه سهار په بيجينګ کې تر سره شوه. په غونډه کې د کمونست ګوند د نوې دورې مرکزي کميټې د مشرانو ډله وټاکل شوه. هو جين تاو بيا هم په نوې دوره کې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی عمومی منشی او د مرکزی پوځی کميټی د مشر دنده پر غاړه لري.

په غونډه کې د چين د مرکزی کميټی عمومی منشی، د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميټی غړي وټاکل شول. هو جين تاو، وو بانګ ګو، وين جيا باو، جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګو چيانګ او جو يونګ کانګ د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميټی د غړيو په توګه وټاکل شول. په دغو نهو غړيو کې هو جين تاو، وو بانګ ګو، وين جيا باو، جيا چينګ لين او لي چانګ چون د تيرې مرکزی کميټی د سياسی بيورو دايمی کميټی غړي وو او نور څلور تنه نوی ټاکل شوي دی.

بر سير پر دې په غونډه کې د مرکزی پوځی کميټی غړي هم وټاکل شول او د مرکزی کميټی د انضباط د څارنې کميټی په لومړۍ عمومی غونډه کې د منشی، د منشی مرستيال او د دايمی کميټی غړيو ټاکنه تصويب شوه. هه ګو چيانګ د انضباط د څارنې کميټی د منشی دنده پر غاړه لري.

له غونډې وروسته د هو جين تاو په شمول د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميټی نهه غړيو له چينی او بهرنيو خبريالانو سره وکتل. عمومی منشی هو جين تاو وويل دوی به د ټول کمونست ګوند او د بيلا بيلو قومونو له خلکو سره يو ځای په ټول زيار سره د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې وړاندی شوی دندې تر سره کړي او د کمونست ګوند او خلکو هيلی رښتيا کړي.