<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 16:40:44    
د چين د کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس د مرکزی کميټې په لومړی عمومی غونډه کې د سکريتريت او د پوځی کميټې د غړيو ليست منظور شو

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې ، د چين د کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس د مرکزی کميټې لومړی عمومی غونډه د روانې مياشتې په ٢٢ نيټه په بيجينګ کې ترسره شوه چې د مرکزی کميټې د سکريتريت او د مرکزی پوځی کميټې غړی پکی وټاکل شول .

په نوموړی غونډه کې د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميټې له وړانديز سره سم شي جين پينګ ، ليويون شان ، لي يوان چاو ، هه يونګ ، لينګ جي هوا او وانګ هو نيګ د مرکزی کميټې د سرکريتريت د غړيو په توګه وټاکل شول .

ددې ترڅنګ په دغه غونډه کې پريکړه وشوه چې هوجين تاو د مرکزی پوځی کميټې مشر ، ګوبو شيونګ او شيو څای هو مرستيالان او ليانګ ګوانګ ليې ، چن بينګ ده ، لي جي نای ، لياو شي لونګ ، چانګ وان چوان ، جينګ جي يوان ، وو شنګ لي او شيوچي ليانګ د دغې کميټې دغړيو په توګه وټاکل شول .