<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 17:04:12    
د چين دولتی تصديو د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی د کمولو لپاره خپل ګامونه چټک کړي دي

cri

په وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد خپل چټک پرمختګ ساتلی دی، خو د اقتصإدی پرمختګ او چاپيريال ساتنې چارو ترمنځ توپيرونه هم ګام په ګام زيات شوي دي. د دغو توپيرونو د له منځه وړلو لپاره د چين حکومت د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې د کمولو لپاره د منځنی مودې موخه وټاکله چې د اقتصاد او ټولنې دايمی پرمختګ وساتل شي.د چين د اقتصادی پرمختګ د عمده ځواکونو په توګه د چين دولتی تصديو د حکومت له غوښتنو سره سم په دغه برخه کې خپل ګامونه چټک کړي دي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی کمولو چارو په باب يوڅه معلومات وړاندی کړو.

د چين د حکومت له ټاکل شوې موخې سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری په چين کې د واحد توليدی ارزښت لپاره د انرژۍ لګولو اندازه د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې ٢٠ ته او د عمده ککړو توکيو د خپراوی عمومی اندازه به په سلو کې لس کمه شي. د دغې موخې تر سره کولو لپاره د چين حکومت اوس د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو عمليات تر سره کوي. تېر کال د واحد توليدی ارزښت لپاره د انرژۍ لګولو اندازه له ٢٠٠٣ کال راهيسی د لومړی ځل لپاره کمه شوې او د عمده ککړو توکيو د خپراوی اندازه هم کمه شوې ده.د روان کال په لومړۍ نيمه کې دغه اندازه په سلو کې ٣ کمه شوې ده.

د تېرې مياشتې په پای کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال شي ځن

هوا د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو په اړوند فورم کې وويل په چين کې د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو په موخه پلی شوی تدبيرونه خپل رول لوبولی دی، خو په چين کې د دغو کارونو حالت لا تر اوسه هم سخت دی. هغه وويل  په نژدی راتلونکی کې به مونږ په عمده توګه د دغو کارونو په تر سره کولو لاس پوری کړو، لومړی به د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو په موخه د دندو ارزونې نظام قوی کړو،دوهم به د هغو چارو د چټک پرمختګ مخنيوی وکړو چې له امله يې ډېره ککړتيا رامنځته کيږي. دريم به دا خبره کنده کړو چې وروسته پاتی توليدی تجهيزات ونه کارول شي.څلورم په دغه برخه کې د مهمو پلانونو پلی کول چټک کړي او پنځم به په مهمو چارو او تصديو او ساحو کې د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو لپاره کوشش وکړو.

په چين کې ګڼ شمېر دولتی تصديو د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو ته په ريښتيني توګه ارزښت ور کوي. د چين د الومينيوم چارو شرکت په چين کې د رنګه فلزاتو تر ټولو لويه تصدۍ ده. د دغه شرکت مرستيال لو يوو چينګ وويل زمونږ شرکت د عصری تکنالوژۍ په کارولو سره په توليدی بهير کې ککړې شوې اوبه نه خپروي.هغه زياته کړه  په ٢٠٠٦ کال کې زمونږ د شرکت په ټولو تصديو کې د صنعتی اوبود بيا کارونې اندازه په سلو کې ٨٨ ته رسيدلې او په توليدی بهير کې ککړې شوې اوبه هېڅ نه دې خپرې شوې.

کارپوهان دی ته اشاره کوي له دی امله چې د چين لويو دولتی تصديو د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې د کمولو په کارونو لاس پوری کړي نو په دې ګام سره له امله يې نه يوازی د سرچينو چاپيريال د ښه والی لپاره خپل خدمتونه وکړي بلکې د خپلو

توليدی لګښتونو د کمولو او د سيالۍ توان لوړولو لپاره يو ډول نوې مهمې لارې چارې کاروي.د چين د الومينيوم شرکت مرستيال لو يوو چينګ وويل تصديو له دغو کارونو

څخه ګټه اخېستې ده. د دغو کارونو د تر سره کولو له امله نه يوازی د تصديو د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې کارونه نوی پړاو ته رسيدلی بلکی په دغه بهير کې د تصديو اداري سويه او پرمختيايی کيفيت هم لوړ شوی دی چې له مخې يې عمده تکنالوژۍ غوره شوې او هم د توليداتو کيفيت په ثابته توګه لوړ شوی دی.

نوموړی وويل زمونږ شرکت به له نورو لويو دولتی تصديو سره يو ځای د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو لپاره کوشش وکړي او د ټولنې لپاره به هم خپل خدمتونه وکړي.