<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 18:10:13    
د چين د شيجيانګ د مساژ روغتون ړوند مشر جانګ بينګ شين

cri

دا چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! ښاغلی جانګ بينګ شين يو داسی ړوند ډاکټر دی چې د مساژ له لاری د ناروغانو درملنه کوی٠ له څه دپاسه شلو کلونو راهيسی هغه د ناروغانو د درملنې په ترڅ کی د مساژ يو لړ ځانګړی اغيزمنې لارې پيدا کړي او د زياتو ناروغيو درملنه کولای شی٠ نن سبا هغه د مساژ د يو ځانګړی روغتون مشر دی چې زيات مساژ کوونکی ډاکټران يې هم ړانده دي٠ اوس به تاسو ته ښاغلی جانګ بينګ شين دروپيژنو٠

ښاغلی جانګ بينګ شين اصلأ د شينجيانګ د يو کرهنيز ښوونځی ښوونکی و٠ خو په څليرويشت کلنۍ کی د يوې ترافيکی پيښې له امله د ده دوه سترګې ټپي شوې او د درملنې د ناکامۍ له امله په پوره توګه ړوند شو ٠ جانګ بينګ شين دغه حقيقت نشو منلای او حتی په يوه موده کې يې وغوښتل چې له دې دنيا سره خدای پامانی وکړی٠دده مور ده ته ډيره پاملرنه وکړه او په پر له پسی توګه يې هغه وهڅاوه چې په جرأت سره ژوند وکړی٠ نو له دی امله جانګ بينګ شين بالکل پر ژوند باور پيدا کړی دی٠ هغه وويل :

 مور مې زه د يو لوی سړی په توګه روزلی يم ، هغه ډير ستړی وه٠ که څه هم زه ړوند شوی يم، خو هوښيار دماغ او بشپړ څلور اندامونه لا هم لرم او د ټولنې لپاره نور خدمتونه هم ترسره کولای شم٠ نو يو ځل بيا می د ژوند کولو جرأت پيدا کړی دی٠ ٌ

کله چې جانګ بينګ شين په روغتون کی بستری کيده ، يو ډاکټر ور ته وويل : که ړوند د مساژ تکنولوژی زده کړی، د نورو خلکو لپاره د ناروغيو درملنه به وکړای شی٠ نو هغه ټينګه اراده وکړه چې دغه مهارت زده کړی او د دغه تکنولوژۍ له لاری د خپل ژوند ارزښت وښئی٠ ده له روغتون څخه له وتلو وروسته د ړندو کسانو په يو ښوونځی کې د ځانګړی ليک دود او د مساژ په يو روغتون کی د مساژ تکنولوژۍ زده کړې وکړې چې د دوو کالو سختو کوششونو له لاری جانګ بينګ شين د ړندو کسانو ځانګړی ليک دود ليکلای او لوستلای شی او د مساژ له لاری د ناروغانو درملنه کولای شی٠

له څه دپاسه شلو کلونو راهيسی ډاکټر جانګ بينګ شين د خپلو دوو لاسونو او د مساژ د غوره مهارت په وسيلې زياتو ناروغانو ته روغتيا رسولې ده٠ ښاغلی ګاو شوې فونګ د غاړې هډوکي سخته ناروغی لری، پخوا کله نا کله د ګنګس له امله پرزيده او په خپلواکه توګه يې تګ راتګ نشو کولای، هغه د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره لسګونه زره يوانه پيسی ولګولې، خو د درملنې اغيزه يې ښه نه وه٠ مګر د جانګ بينګ شين لخوا له ديرش ځلو مساژ وروسته د ده د غاړې ناروغی په ښکاره توګه د جوړيدو په حال کی ده ٠ دغه راز د اسهال او د تی د ناروغۍ په شمول د ځينو عادی ناروغيو درملنه د جانګ بينګ شين لخوا د درو يا پنځو ځلو مساژ له لاری په پوره کيدای شی٠ ړوند ډاګټر جانګ بينګ شين د خپل توان په اتکا د ژوند او کار په برخه کی د نورو معيوبينو لپاره د بېلګې رول لوبولی دی، نو د ١٩٩٧ کال په مۍ کی د چين د يوې بېلګې په توګه وټاکل شو ٠ هغه وويل :

زه د خپل توان په اتکا د ژوند او کار په برخه کی د يوې بېلګې په توګه له ټاکل کيدو وروسته دا احساسوم چې بايد لا زيات ړانده کسان وهڅوم چې د مساژ مهارت زده کړی او د دغې تکنولوژې په وسيله د ناروغانو لپاره خدمتونه ترسره کړی٠ زه چې يو ړوند يم، د نورو ړندو کسانو په غمونو باندی ښه پوهيږم٠ زيات ړانده کسان غواړی چې زما په روغتون کی کار وکړی يا له ما څخه د مساژ مهارت زده کړی٠ اوس زه هره ورځ د شاګردانو د لارښوونې تر څنګ د څه دپاسه لسو ناروغانو درملنه هم کوم ٠ زه د ړندو ډاکټرانو لخوا د مساژ له لاری د ناروغيو درملنه د يو وياړلي کار په توګه بولم او غواړم چې دغه چارې لا پياوړی او پراخې کړم٠ ٌ

په تير کال کی جانګ بينګ شين د څه دپاسه دری مليونو يوانو په لګولو سره په شينجيانګ کې د ړندو ډاکټرانو لخوا د مساژ له لاری د ناروغيو د درملنې لومړی ځانګړی روغتون جوړ کړی دی٠ دغه روغتون د ستوری په کچه د هوټل په شان دی او ناروغان پکی ډير ښه طبی خدمتونه ترلاسه کولای شی٠ دغه راز ښاغلی جانګ بينګ شين د ړندو کارکوونکو د ډوډۍ خوړلو او استوګنې د ستونزو د ليری کولو لپاره د څه دپاسه دری لکو يوانو په لګولو سره د دوی لپاره د ژوند کوټې هم برابرې دي٠

د دغه روغتون ډاکټر فانګ هوا هم ړوند دی او د پنځو کلونو لپاره يې له جانګ بينګ شين څخه د مساژ تکنولوژی زده کړه کړې ده ٠ هغه وويل:

زه د خپل توان په ملاتړ ژوند کوم او په هره مياشت کی زما عايدات له دوه زرو يوانو څخه اوښتی دی٠ اوس زه دوه شاګردان هم لرم ٠ که له ما سره د دغه روغتون د مشر جانګ بينګ شين ښوونه نه وای ، ما به اوسنی نيکمرغه ژوند نه درلود ٠ زه له هغه څخه د زړه له کومی مننه کوم او د ده په شان به د ناروغانو لپاره خدمتونه ترسره کړم تر څو لا زيات کسان له ناروغيو څخه وژغورم ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د ړاند ډاکټر جانګ بينګ شين په هکله يو راپور واوريد، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د جانګ بينګ شين په روغتون کی له کومې لارې د ناروغيو درملنه کوی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !