<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 19:46:24    
د چين د کمونست ګوند د نوې دورې مشران وټاکل شول

cri

د چين د کمونست ګوند د اوولسمې مرکزی کمېټې لومړۍ عمومی غونډه د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د ګوند د نوی مرکزی کميټې مشران وټاکل شول٠ هو جين تاو، وو بانګ ګو، ون جيان باو، جيا چينګ لين ، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ ، هه ګو چيانګ او جو يونګ کانګ د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون غړی دي٠ هو جين تاو د مرکزی کمېټې د عمومی منشی او د مرکزی پوځي کميټی د رئيس په توګه وټاکل شو٠ په غونډه کې د ګوند د نوی مرکزی کمېټې د سياسی بيورو غړی او کانديد غړی ، د مرکزی کميټی د سکرتريت غړی او د مرکزی پوځي کميټی غړی هم وټاکل شول٠

د دغې غونډې تر پای وروسته د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې نوی عمومی منشی هو جين تاو او د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون نورو نويو غړيو د چين او د بهرنيو هېوادونو له خبريالانو سره وکتل٠ عمومی منشی هو جين تاو په خپله وينا کې وويل 

موږ بايد د هېواد غښتلی پرمختګ د واکمن ګوند د لومړنی دندی په توګه وټاکو او تل د پرمختګ پر لار ټينګار وکړو او په پوره توګه د سوسياليزم بازاری اقتصاد ، د سوسياليزم ديمکراتيک سياست ، د سوسياليزم مترقي کلتور ، د سوسياليزم د همغږی ټولنی د أبادی پرمختګ تر سره کړو او د انسانانو د حق پر بنسټ د ساينس د دواملرونکی پرمختګ د پوره همغږی لپاره کوښښ وکړو٠

هو جين تاو هيله څرګنده کړه چې د چين د کمونست ګوند د نوې دورې د مشرانو ډله به په پر له پسی توګه خلکو ته د پوره خدمتونو په موخه خپلې دندی پلی کړی٠ هغه وويل 

موږ بايد د خلکو لپاره کار وکړو چې په پوره توګه د خلکو مستقيمی، د پاملرنی وړ او واقعی مسئلی حل کړو او په ټولنه کې د عدالت او مساوات د رامنځته کولو لپاره کوښښ وکړو٠

عمومی منشی هو جين تاو د چين د ديپلوماتيکی تګلاری د يادونی په وخت کې وويل 

موږ تل پر خپلواکه او سوله ايزه بهرنۍ تګلاری او د سولی او پرمختګ پر لار ټينګار کوو، د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره د ورخلاصون ستراتيژي پلی کوو، په سوله کې د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو پر بنسټ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره دوستی او همکارۍ ټينګوو او د دايمی سولی او د ګډې سمسورتيا په اړه به د همغږی نړۍ د جوړيدو لپاره کوښښ وکړو٠

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو د تېرې دايمی کميسيون د غړيو په پرتله د نوې دورې غړی ځوان دی او دا لومړی ځل دی چې دغه ډول غړی رامنځته شوی چې د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته زېږېدلی دی او دوی د زده کړو لوړ مخينه او پراخ ځانګړی معلومات لری٠

٦٤ کلن هو جين تاو د ١٩٤٢ کال په ديسمبر کې د چين د ختيځ ان هوی په ولايت کې

زېږېدلی دی٠ هغه د چين له مشهور چينګ هوا پوهنتون څخه فارغ شوی او د چين د

ځوانانو د ډېرو مشهورو ٢ ډلو يعنی د چين د کمونستی ځوانانو اتحاديی او د ځوانانو د ملی اتحاديی د مسؤل په توګه يی کار کړی دی٠ پنځه کاله دمخه هو جين تاو د چين د کمونست ګوند د عمومی منشی او د چين د دولت د رئيس په توګه وټاکل شو، د چينايانو په اند هغه په واقعی توګه د هېواد د اداری لپاره کوښښ کوی٠

د سياسی بيورو د دايمی کميسيون نوی غړی ٥٤ کلن شي جين پينګ د شانګهای ښار د ګوندی کميټی اوسنی منشی دی ، ٥١ کلن لي که چيانګ د لياو نينګ ولايت د ګوندی کميټی اوسنی منشی دی ، ٦٣ کلن هه ګو چيانګ د مرکزی کميټی د تشکيلانو څانګی مشر دی ، ٦٤ کلن جو يونګ کانګ د دولتی شورا غړی او د عامه امنيت وزير دی٠