<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 20:17:23    
په بېجينګ کې تاريخي ځايونه— نيو جيی او دونګ سه جوماتونه

cri

د بېجينګ نيو جيی او دونګ سه جوماتونه له نورو زياتو جوماتونو څخه ډېر مشهور دي.

نيو جيی جومات: دغه جومات د نيو جيی په نامه سيمه کې پروت دی چې په بېجينګ کې تر ټولو لوی دی او اوږد تاريخ لری. دغه جومات په ٩٩٦کال کې جوړ شوی، په ١٤٤٢ کال کې رغول شوی او په ١٦٩٦ کال کې له خپلې بڼې سره سم بيا پراخ شوی دی.

دغه جومات د لمانځه ودانۍ، مناره او نورې لويې ودانۍ لري. پر دې سربيره، په دغه جومات کې يو شمېر مهم لرغونی شيان هم ليدل کېږي. د بېلګې په توګه، په ١٢٨٠ او ١٢٨٣ کال کې جوړې شوې دوه جګې کتيبې ولاړې دي چې متنونه يې په چيني او عربی ژبو ليکل شوی دي او هغه يو يادښت چې د دغه جومات د ترميمولو په مهال يعنی په ١٤٩٦ کال کې په چيني او عربي ژبوحکاکی شوی ،په چين کې د اسلام د مقدس دين د تاريخ څېړنې لپاره مهم سند ګڼل کېږي.

دغه جومات په عمومي توګه د چين دوديزه ساختمانی بڼه لری، خو عمده ودانۍ يی عربی شکل لري.

د دغه جومات پراخوالی پنځلس زره مربع مترو ته رسيږی او نور دوه مجمرونه هم پکې شته چې يو يی اوسپنيز دی او دوه اعشاريه اويا متره جګوالی لری ، بل يی ميسی دی او نيم متر لوړوالی لری او وزن يي نهه سوه کيلوګرامه دی چې نهه سوه کاله مخکې جوړ شوی دی.

دونګ سه جومات : دغه جومات د دونګ سه د جنوبي سړک په لوېديځ کې پروت دی. ويل کېږی دغه جومات په ١٣٥٦ کال کې جوړ شوی، خو د دغې ادعا په اړه هېڅ سند نشته. د دغه جومات پراخوالی لس زره مربع ميتره دی.

د دونګ سه جومات عمده ودانۍ د لمانځه ودانۍ ده چې پنځلس متره جګوالی او پراخوالی يې پنځه سوه مربع مترو ته رسيږی چې پنځه سوه تنه پکې ځاييږی. د يادونې وړ خبره دا ده چې په دومره لوي تالار کې هيڅ ستنه نه ده ولاړه .

په دغه جومات کی يوه عجيبه کتيبه شته چې په ١٥٧٩ کال کې درول شوې او په سلو چينی کلمو پرې د پيغمبر د ستاينې متن حکاکي شوی دی. په دغه جومات کې يو بل لرغونی شی داسې جيبی قران کريم دی چې په ١٣١٨ کال کې د محمد بن احمد لخوا په خپلو لاسو ليکل شوی دی او په نړۍ کې ډېر ارزښت لری .

دونګ سه جومات په بېجينګ کې د اسلامي کلتور مرکز دی. د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته، حکومت دوه ځله دغه جومات رغولی دی. بيا په ١٩٨٤ کال کې د بېجينګ د لرغوني ځايونو په ليست کې شامل شوی دی. اوس دغه جومات د کورنيو او بهرنيو مسلمانانو د لمانځه او د اخترونو د لمانځنې ځای دی او د بېجينګ اسلامي ټولنه او د اسلامي علومو پوهنځی هم په همدغه جومات کې دي.