<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-22 20:25:10    
د نابالغ کسانو روزنې ته د پاملرنې تر نامه لاندې د کمونست د اوولسم ملي کانګرس په موده کې يوه ډله ايزه مرکه

cri

د اکتوبر شلمه نېټه ماښام يعنی د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس له پای ته رسېدو مخکې ماښام، د دغه کانګرس مطبوعاتی مرکز د کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو لپاره وروستی ډله ايزه مرکه ترتيب کړه. د دغې مرکې سرليک د نا بالغو کسانو روزنې ته په درنه سترګه کتل و، نو پر عامو خبريالانو سربيره، ډېرو چينی ماشومو خبريالانو هم پکې ګډون درلود.

د چين د راډيو او ټلويزيون ادارې مرستيالې جاو شه، د ښځينه ټولنې د سکريتريت منشې هوانګ چينګ يی، د کلتور وزارت مرستيال يو يو جون، د روزنې وزارت مرستيال يوان ګوی ژن او د کمونست ګوند د مرکزي سکريتريت منشی هو چون هوا پنځو استازيو په دغه مرکه کې ګډون درلود.

دغه مرکه د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند چن ګانګ تر مشرۍ لاندی تر سره شوه. هغه لومړی يوې نهه کلنې خبريالې نجلۍ ته د پوښتنې کولو بلنه ور کړه. دغې نجلی له ميرمن جاو شه څخه پوښتنه وکړه چې ماشومان له کارټون سره ډېره مينه لري، اوس په ټلويزيون کې د چين ښه کارټونونه زيات شوی، خو موږ غواړو ډېر زيات نوی او ښه کارټونونه وګورو، ايا زموږ هيله به پوره شي که نه؟

ميرمن جاو شه په جدي توګه له دغې خبريالې نجلۍ سره ژمنه وکړه چې ستاسو هيله به هرو مرو ريښتنی شي. هغې وويل اوس چين د کارټوني چارو د ملاتړ لپاره هر

کال لس مليون يوانه لګوي او د کارټوني چارو اوولس اډې او د کارټون د زده کړې او څېړنې شپږ اډې يې جوړ کړی دي. د چين د کارټون توليدي توان ډېر لوړ شوی دی.

پر دې سربيره، چيني تصدۍ هڅه کوي چې د وتلي کارټون د جوړونې په برخه کې د کارټون له بهرنيو تصديو سره همکاري وکړي. په همدی وخت کې چين هم د کارټوني چارو د نړيوالې همکارۍ د پراخوالی لپاره د کارټون فيستوال جوړ کړ. چين هيله لري د نړيوالې تبادلې او همکاری په پياوړتيا سره د چين او نړيوالو کارټوني چارې په ګډه سره سمسمورتيا و مومي.

يو امرکايی خبريال په چين کې د عينکو لرونکيو زده کوونکيو شمېر د زياتېدو په اړه پوښتنه وکړه چې چين څنګه د ازموينې پر ضد له روزنې څخه د کيفيت روزنې ته بدلون کوي؟ د روزنې وزارت مرستيال يوان ګوی ژن وويل چين دا توان لري چې د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس د راپور له نوی غوښتنې سره سم د زده کوونکيو د بارونو د کمښت مسئله حل کړي.

ښاغلي يوان وويل په دغه راپور کې په څرګنده توګه غوښتنه شوې چې بايد عمومی اصلاحات تر سره کړو. د زده کوونکيو بارونه يوه پچلی مسئله ده او د دغې مسئلې د حل لپاره د کورنۍ، ټولنې او ښوونځيو ګډو کوششونو ته اړتيا شته. باور لرم چې دغه مسئله به هرو مرو حل شي.