<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-23 18:13:50    
چين د جی لين ولايت په کليوالو سيمو کې د غوره کسانو د روزنې لپاره کوشش کوي

cri

د چين په شمال ختيځ کې د جی لين ولايت د کرنې يو ولايت دی، خو په کليوالو سيمو کې يې د غوره کسانو شمېر لږ دی، نو په ٢٠٠٥ کال کې دغه ولايت په يو کلی کې د يو شمېر محصلينو د روزلو په اړه پلان پيل کړی چې په دغو سيمو کې داسې نوی بزګران وروزي چې په کلتور، تکنالوژۍ او سوداګرۍ ښه پوهيږي.

دغه محصلين له پوهنتونونو څخه له فارغو شويو محصلينو سره توپير لري. دوی د کليوالو سيمو د پرمختګ لپاره ځانګړي روزل شوی غوره کسان دي او په پوره توګه يې په روزنه کې د حکومت له خوا پانګه اچول شوې ده. دغه پلان د جی لين د کرنې پوهنتون، د جی لين د راډيو او تليويزيون پوهنتون د چانګ چونګ د کرنې ښوونځی او يان بيان پوهنتون له خوا جوړ شوی دی. د دغه پلان د پلی کولو له دريو کلونو راهيسی نژدی ٦ زره کليوال ماشومان په پوهنتونونو کې منل شوي دي.

د جي لين د کرنې او علومو انستيتيوټ مرستيالې مالی جون وويل پوهنتونونه د کليوالو سيمو د ريښتينی اړتياوو له پلوه د کليوال پرمختګ لپاره غوره کسان روزي.

د روان کال تر جولای پوری له دغه پلان سره سم ١٥٢٥ تنه کليوال محصلين له دغو پوهنتونو څخه فارغ شوي دي.د معلوماتو له مخې له دوی څخه ٥٨٠ تنه محصلينو د خپلو چارو پلانونه ټاکلي دي او په همدی وخت کې د بېلا بېلو کچو حکومتونو د دغو محصلينو د چارو جوړولو لپاره شرايط برابر کړي او سل پلانونه ته ډېر اهميت ور کړی دی.دغه راز بېلا بېلو ولسواليو او ښارونو هم په جلا جلا توګه اړوندې امتيازی

تګلارې پلې کړي دي.

د بېلا بېلو حکومتونو د ملاتړ له امله ګڼ شمېر کليوالو محصلينو په خپل ټاټوبی کې خپلې چارې جوړې کړې دي. د جی لين ولايت د نونګ ان ولسوالۍ د کای ان علاقه دارۍ بزګر ګاو جون مينګ له پنځو کلونو راهيسی د ميوو ونو په ايښودلو لاس پوری کړی دی. دی وايې په دې برخه کې يې کافی پوهنه نه درلوده، نو په ٢٠٠٥ کال کې له يوې ازموينې وروسته د جی لين د کرنې په پوهنتون کې ومنل شو چې له امله يې اوس د ميوو ونو د روزلو په برخه کې ښه پوهه تر لاسه کړې ده. تر اوسه پوری ښاغلی ګاو د امريکا د انګورو روزلو لارې چارې زده کړې او د انګورو د تاکونو په ايښودلو يې لاس پوری کړی چې د راتلونکی کال په پسرلی کې به يی عايدات شل يا دېرش زره يوانو ته ورسيږي.

د ګاو جون مين په شان کليوال محصلين اوس زيات دي او له فارغيدو وروسته يې د شتمنې سطحه لوړه شوې ده.

د جی لين ولايت په کليوالو سيمو کې د غوره کسانو د روزلو په برخه کې ښې پايلې تر لاسه کړې دي او په راتلونکيو څو کلونو کې به لازيات کليوال زده کوونکي په پوهنتونونو کې زده وکړي چې د کليوال پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي.