د بېجينګ د ښاروالۍ مرستيال او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مرستيال ليو جينګ مين د اکتوبر په نولسمه نېټه د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل: په تېرو اوو کلونو کې د دغو لوبو لپاره د تياريانو عمده دندې د پلان سره سم په ټاکلې وخت کې بشپړې شوي دي چې په بريالۍ توګه يې د راتلونکو لوبو د تر سره کولو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.
ښاغلي ليو جينګ مين وويل: د چين د حکومت او وګړيو د ملاتړ او د اولمپيک د نړيوالې کميټې او نړيوالې ټولنې د مرستو له لارې د دغه اولمپيک لوبې خپلې موخې ته د رسيدو په لار کې دی.
د معلوماتو له مخې:د بېجينګ د اولمپيک لوبو له اوه ديرشو لوبغاليو څخه اوه ويشت بشپړ شوي او سر بېره پر هغو به ملی لوبغالی د راتلونکی مارچ په مياشت کې بشپړ شي، نور نهه لوبغالي به د سږ کال تر پايه پورې په کار ولويږي. دغه راز د لوبو د پرانستنې او پاي مراسمو د تر سره کولو ترتيب ټاکل شوي او د اولمپيک مشالونو د ليږدولو د تياريانې کار د تر سره کولو په حال کې دي. د بهرنيو هېوادونو او سيمو په هغو ښارونو کې چې مشالونه به ور څخه تيرشي.هم په فعاله توګه تياری روانې دي. تر اوسه د لومړی پړاو همغږی کارونه پای ته رسيدلی دی. په چين کې دننه د مشالونو د ليږدولو د تياريانې کار د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو د مشرانو تر ملاتړ لاندی په عادی ډول تر سره کېږي. بر سېره پردې، د مشالونو د شل
زرو تنو ليږدونکوانتخابی کارونه هم په پراخ ډول تر سره کيږي. دغه راز د سياليو ټکټونو د رانيولو او پلورلو کارونه هم روان دي . ښاغلي ليو وويل چې عمومی ډول دغه لوبغالي په بنسټيزه توګه د اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کولی شي او د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې او د اړوندو نړيوالو ځانګړو سپورتي سازمانونو ستاينې يې حاصلی کړي دي.
د ليو جينګ مين په وينا، تر اوسه پورې شپږ سوه او اويا زره تنو کسانو د داوطلبانه کارونو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. دغه راز په ٢٠٠٨ کال کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه هم په سالم ډول روان دي چې په بېلا بېلو سټيډيومونو او جمنازيومونو کې معيوبينو ته د خدمتی تاسيساتو د جوړيدو په حال کې دي.
ښاغلي ليو جينګ مين دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه وويل: د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه په نړۍ کې د بېجينګ شهرت زياتوي او په ښکاره توګه يې د بېجينګ اقتصادی پرمختګ پياوړی کړي دی. دغه راز د بېجينګ ښاری توان او خدمتونه ګام په ګام لوړيږي چې د چاپيريال، ترانسپورت، ښاری اساسی تاسيساتو په ساحو کې چټک پرمختګ مومي.
د معلوماتو له مخې: په٢٠٠٦ کال کې د بېجينګ ښار د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت اوه سوه او اويا مليارډو يوانو ته رسيدلې چې دغه شمير د ٢٠٠١ کال په پرتله دوه اعشاريه يو چنده زيات دی او له بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه بېجينګ ته د سيلانيانو شمير درې مليون او نهه لکه تنو ته رسيدلی دی چې دغه شمير د ٢٠٠١ کال په پرتله يو مليون زيات شوی دی.