<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-23 18:05:07    
ښځينه اخونده کانګ مينګ چينګ

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! زه غوټۍ يم او د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يوې ښځينه اخوندې کانګ مينګ چينګ په اړه معلومات وړاندې کړو.

د داخلي مغولستان خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې يوه روښانه مرغلره ګڼل کېږي، د چين د هان، مغول او خوي په شمول د زياتو قومونو خلک پکې په ارامۍ سره ژوند کوي. د دغې سيمې په مرکز خوخه هاو ته ښار کې يوه مشهوره ښځينه اخونده اوسيږي چې کانګ مينګ چينګ نومېږي، هغې دوه ځله د يوې چيني استازې په توګه قران عظيم الشان ختمونو په نړيوالو سياليو کې ګډون کړې او د غوره ويونکې جايزه يی تر لاسه کړې ده . راځئ چې اوس هغه وپيژنو.

محترمو دوستانو، همدا اوس مو د ښځينه اخوندې کانګ مينګ چينګ لخوا د قران عظيم الشان د تلاوت غږ واوريد. درې پنځوس کلنه ښځينه اخونده کانګ مينګ چينګ په ١٩٥٤ کال د داخلی مغولستان په مرکز خو خه هاو ته ښار کې زېږيدلې ده او مور يې هم يوه ښځينه اخونده وه، څرنګه چې پلار او مور يې په ديني چارو بوخت وو، نو کانګ مينګ چينګ په کوچنيتوب کې د قران عظيم له ختمونو سره ډېره علاقه درلوده، هغې په دې اړه وويل:

ما په کوچنيتوب کې د قران عظيم له تلاوت سره ډېره مينه درلوده، له دې امله چې زما غږ خوږ و او ښی سندرې می ويلای شوې. نو ځکه مې پلار او مور د شعر ويلو په برخه کې ما ته روزنه راکړه، کله چې زه شپاړس کلنه شوم، ما د عربي ژبې په زده کړه پيل وکړ، د خپلې مور په ښوونې ما د قران عظيم الشان د ويلو زده کړه وکړه . د دغه کار پيل ډېر ستونزمن و، څرنګه چې د کانګ مينګ چينګ په کورنۍ کې خويدنې او وروڼه زيات وو او ژوند يې هم غريب و، نو له منځني ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته کانګ مينګ چينګ په کار پيل وکړ. په لومړيو څو کلونو کې هغې کوم ثابت کار نه درلود، کله چې يوويشت کلنه شوه ، په يو مارکيټ کې يې د پلورونکې په توګه په کار پيل وکړ. هغې له يوې خوا کار کاوه او له بلې خوا يې هم د قران عظيم الشان ويلو ته دوام ورکاوه. په ١٩٧٨ کال کې هغې واده وکړ او ورپسې يې خپل لومړی ماشوم وزېږاوه. کار او کورني بار د قران عظيم الشان په ويلو کې کانګ مينګ چينګ ته کومه ستونزه نه وه رامنځته کړې. په ١٩٨٥ کال کې په خو خه هاو ته ښار کې د ښځو جومات کې په کار پيل وکړ، دغه راز د ١٩٩٥ کال په جنوری مياشت کې مېرمن کانګ مينګ چينګ د چيني مسلمانو د قران عظيم الشان ويلو په لومړۍ سيالۍ کې ګډون وکړ. په دې اړه ميرمن کانګ مينګ چينګ وويل: 

دغه سيالي د ١٩٩٥ کال په جنوري ميشات کې د چين په پلازمينه کې يوازې درې تنه ښځو ګډون درلود، زما ټولو دوستانو او خپلوانو، په تېره بيا زما ميړه په دغه سيالۍ کې زما د ګډون ډېر ملاتړ وکړ. په دغه سيالۍ کې مې د ښځو ډلې لومړی ځای ونيو.

د ميرمن کانګ مينګ چينګ له دغه برياليتوب وروسته، هغې د قران عظيم الشان ويلو په نړېواله سيالۍ کې د ګډون فرصت تر لاسه کړ. په دې اړه هغې په خوشحالۍ سره وويل:

د ١٩٩٥ کال د مارچ په مياشت کې ما د قران عظيم الشان ويلو په شپږ ديرشمه نړېواله سيالۍ کې ګډون وکړ چې په ماليزيا کې تر سره شوه. په هغه وخت کې ځينو بهرنيانو پر دې هم باور نه درلود چې چينايان هم د قران عظيم الشان تلاوت کولی شي.

په هغه سيالۍ کې ميرمن کانګ مينګ چينګ د چين د يوازنۍ ښځينه استازې په توګه د ممتازې استازې جايزه تر لاسه کړه. تر هغې سيالۍ وروسته هغې يو ځل بيا په افريقا کې د قران عظيم الشان ويلو په يوه بله سيالۍ کې ګډون وکړ، هغې وويل: ما په ١٩٩٧ کال کې د قران عظيم الشان ويلو په يوه بله سيالۍ کې هم ګډون وکړ چې په مصر کې تر سره شوه، په هغه سيالۍ کې مې هم غوره جايزه تر لاسه کړه.

په دغو زياتو سياليو کې له جايزو تر لاسه کولو وروسته اوس ميرمن کانګ مينګ چينګ په خپله سيمه کې ډېر شهرت موندلی دې. خو هغه په خپلو برياليتوبونو مغروره نه ده. هغه بيا هم د ښوونکې په توګه کار کوي، له ١٩٨٥ کال څخه تر اوسه پورې هغه هره ورځ په خپل کار بوخته وي.