<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-23 20:25:38    
د بېجينګ اولمپيک لوبې به ډېر تخنيکی ملاتړ وګټي

cri

د ٢٠٠٧ کال د چين د انټرنيټ شبکې غونډه څو ورځې مخکې پای ته ورسيده، په دغه غونډه کې يو مهم مضمون دا و چې د انټرنيټ تکنولوژۍ له لارې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه څنګه ملاتړ وشي. اوس د انټرنيټ شبکې د تکنولوژۍ په اړه ډېرې چينی تصدۍ په دې برخه کې ډېره پانګه لګوي.

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې ډېرې لويې لوبې دي او د انټرنيټ شبکې د تکنولوژۍ له لارې د دغو لوبو خپرول د ډېرو تصديو هيله ده. په ياده شوې غونډه کې د سو هو په نامه د چين د انټرنيټ شبکې د مشهورې تصدۍ د مشر مرستيال چن لو مينګ خبريال ته وويل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د انټرنيټ شبکې د خدمتي مرستې د يوازينۍ تصدی په توګه، دغه تصدی د خپرونې ځانګړې وړتياوې لري. نو د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه به يې خپرونې ټول کال دوام ولري. هغه وويل

زموږ خپرونې به له لوبو مخکې ټول کال ته وغځول شي. له لوبو مخکې خپرونه کې د مشال ليږدول، د لوبغاړو تمرينونه، د اولمپيک لوبو د تياريانو او د اولمپيک عملياتو په شمول يو لړ نور محتويات شامل دي، د لوبو په موده کې به د سياليو حالات او له اتلانو سره مرکې مرکزي برخه وي. دا يو عمومی پلان دی. موږ به په نړۍ کې د انټرنيټ شبکې استعمالونکيو ته ګړندی، سم او زيات معلومات وړاندی کړو.

ښاغلي چن لو مينګ وويل د اولمپيک پر معلوماتو سربيره، د سو هو شبکې د بېجينګ له حکومت سره په همکارۍ د اولمپيک خدمتي انټرنيټ مرکز هم جوړ کړی چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې سيلانيانو ته خدمتونه برابر کړي.

د انټرنيټ شبکې پر دوديزو تصديو سربيره، د موبايل شبکې تکنولوژي به هم د بېجينګ اولمپيک لوبو ته خدمتونه وکړي. د چين د ګرځند تليفون مخابراتي شرکت د اولمپيک دفتر مشر هوانګ تاو وويل د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه د ملاتړ لپاره به دغه شرکت د اعتماد وړ ګرځند تليفون مخابراتي سيستم او د بروډبانډ کرښې شبکې خدمتونه برابر کړي چې محتويات به يې له ترانسپورت، امنيت ساتنې، طب او درملنې او مطبوعاتي خبرونو سره اړيکی ولري. هغه په ځانګړې توګه د دغه شرکت د ګرځند ټليفون حکومتي شبکې مرکز يادونه وکړل چې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړی ځل جوړېږی. هغه وويل

د انټرنيټ شبکې د حکومتي مرکز پر بنسټ، د ګرځند ټليفون شرکت د موبايل لومړی حکومتي شبکه جوړه کړه چې اوس کارول کېږی. وګړی کولای شي چې په هر وخت کی د دغه خدمت په کارولو سره د اولمپيک لوبو په اړه تازه معلومات تر لاسه کړي.

د اولمپيک لوبې د نړۍ د پاملرنې وړ لوبې دي، خو لږ شمېر کسان د لوبو بهير د کتلو لپاره پکې ګډون کولای شي او زياتره يې د خبري رسنيو له لارې معلومات تر لاسه کوي او د ټلويزيون له لارې يې د نندارچيانو شمېر تر ټولو زيات دی. د اټکل له مخې، په نړی کې به څلور مليارډ کسان د ټلويزيون له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبې

وګوري. نو په چين کې د اولمپيک لوبو د خپرونې حق يوازې د چين، مرکزي تليويزيون لري او د اوو چانيلونو له لارې به په بشپړه توګه دغه لوبې خپرې کړي. په همدی وخت کې به د مرکزي ټلويزيون د انټرنيټ شبکه د ښه کيفيت لرونکی ويډيو هم وړاندی کړي. د دغه شبکې مشر وانګ ون بين وويل

اوس هره ورځ سي سي تي وي ټکی کم د پنځه سوه ساعتونو ښه کيفيت لرونکی ويډيو وړاندی کوي. د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې به دغه شبکه د نيکمرغه بېجينګ په نامه د ازمويښتي سياليو په خپرونې سره د انټرنيټ شبکې او ټلويزيون له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبو د خپرونې لپاره بشپړه څېړنه او ازموينه تر سره کړي.