د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د اکتوبر په درويشتمه نېټه اعلان وکړ چې دی به د دغه هېواد د شمالی سيمې د قانون جوړولو کمېټې ته د قانون جوړولو پارلمانی صلاحيت ورکړي چې د دغې سيمې د کلنی بوديجې د وړاندی کولو او تصويبولو په شمول به يو شمېر ځانګړي واکونه ولري.
د دغه خپلواک پلان له مخې، د شمالی سيمې اوسنی مرستيال به مشرۍ ته لوړ شي او د دغې سيمې اداري او مالی چارې به پر غاړه ولري. د قانون جوړولو نوی پارلمان به دغه حق ولري چې د دغې سيمې پر مشر، د پارلمان پر مشر او مرستيال د بی باوری وړانديز وکړي.