د هانی قوم نفوس څه دپاسه يو مليون او دوه لکه پنځوس زره تنه دی چه په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت کښی اوسيږی ٠ د هانی قوم خپله ژبه لری، خو د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه مخکښی يی قومی ليک دود نه درلود٠ په ١٩٥٧ کال کښی د ولسی حکومت په مرسته د لاتينی حروفو پراساس د دی قوم ليک دود جوړ شويدی٠
د چين د نورو ملی اقليتونو په شان د هانی د قوم خلک له سندرو ويلو او نڅا کولو سره شوق لری٠ د دی قوم نڅاوې له ژوند او خوشحالۍ څخه ډکې دی او څرګند قومی خصوصيت لری٠
د هانی قوم خلک عمومأ له هغو ټوکرو څخه چه په کور کښی په لاس اودل شوی او ورته توربخن شين رنګ ورکوی ، قومی لباسونه جوړوی٠ نارينه يی په تورو يا سپينو ټوکرو سر پيچی او ښځی يی ښکلی خولۍ په سر کوی ٠
د هانی قوم اکثر خلک د غرونو په لمنو کښی استوګنځی جوړوی او په هر کلی کښی يی څه دپاسه لس کورونه وی ، خو په ځينو لويو کليو کښی د
ری يا څلور سوه کورونه هم شته ٠ د اکثرو کورونو ديوالونه له اومو خاورينو خښتو څخه جوړيږی او بام يی په پروړو پوښول کيږی٠ د دوی کورونه دری پوړونه لری چه لاندينی پوړ يی د ژويو غوجل، منځنی پوړ يی د کورنۍ د غړو د ژوند ځای او پاسنی پوړ يی ګدام دی ٠ د دی قوم کلی اکثرأ په هغو غرنيو او نيمه غرنيو ځايونو کښی واقع دی چه له سمندری سطحی نه زر دوه زره متره لوړ دی، نو د دی قوم زحمتکښو او هوښيارو خلکو د غرونو په لمنو کښی د پټه دارو مځکو د جوړولو په باب يو لړ تجربې پيدا کړيدی٠ په تيره بيا د يوان جيانګ سيند په دوو غاړو کښی له درې څخه د غرونو تر څوکو پوری څو سوه طبقه ايزې پټه دارې مځکی جوړې شوې چه لکه جګی جګی رنګينی زينې د مځکې او اسمان ترمنځ ولاړی دی او ډيره ښکلی منظره وړاندی کوی ٠
د هانی د قوم ډير ستر او دروند اختر د چين د زراعتی جنټرۍ په لسمه مياشت کښی دی چه د دوی نوی کال ګڼل کيږی٠ د دی اختر د نمانځنې يو خاص فعاليت د واټ ميلمستيا ده چه هر مازيګر د کلی په واټ کښی د هر کور پر ميز باندی ډير زيات پاخه شوی خوندور خوراکونه ايښودل کيږی، کليوال په خپله خوښه بيلا بيل خوراکونه خوری٠ دا چه د چا د کور خوراکونه زيات خلک راجلبوی، د دی کور د پخوونکو د مهارت د لوړتيا نښه ګڼله کيږی او که د چا ميز ته په پرله پسی توګه خلک راځی، نو ورڅخه څرګنديږی چه له کليوالو سره د دی کور مناسبات ډير ښه دی٠ د اختر په ماښام کليوالان په ميدان کښی راغونډيږی او څو څو ځايه اور بلوی، دووتار غږوی ، شپيلۍ وهی او د مست ساز سره يو ځای هلکان او نجونی نڅا کوی او د اختر شپه د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کښی نمانځی٠