<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-24 17:12:55    
د ملګرو ملتونو سوله ساتي چيني سرتيري په ليبريا کې

cri

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يو دايمي غړي هيواد په توګه چين تل په فعاله توګه په بېلا بېلو هيوادونو او سيمو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو سوله ساتي عملياتو کې ګډون کوي او ملاتړ ور څخه کوي ٠ له ١٩٩٢ کال څخه د روان کال تر جنوري پوري چين په وار سره د ملګرو ملتونو په پنځه لس سوله ساتي عملياتو کې برخه اخيستي او په دي ترڅ کې ليږل شوي سوله ساتي کارکوونکي څه د پاسه شپږ زرو تنو ته رسيدلي دي ٠

ښاغلي يوي څانګ جونګ په بيجينګ کې د يوه پوځي روغتون ډاکتر دي٠ د ٢٠٠٦ کال په فبروري کې هغه د نورو دوه څلويښت ډاکترانو سره يو ځاي د بدن ، انګريزي ژبې او د پوځي چارو په هکله د څه د پاسه ديرش ورځو له پاره يو لړ روزنې ومنلي او وروسته يي يوه طبي ډله جوړه کړه ٠ د همدي کال د اپريل په مباشت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي دندې د پلي کولو له پاره له دغې طبي ډلې سره يو ځاي ليبريا ته وليږل شو ٠ د يو جراحي ډاکتر په توګه ښاغلي يو څانګ جونګ وويل چې د څه د پاسه ديرشو ورځو روزنې له لارې يي د ډيرو اړوندو مسئلو د حل په هکله ښې تياري نيولي دي ٠ نو د خپلې دندې د پلي کولو په هکله زمونږ باور پياوړي شوي دي ٠ په ليبريا کې دغه طبي ډله د ملګرو ملتو د دوهمې کچې په يو روغتون کې کار کوي او دنده يي د بېلا بېلو هيوادونو د سوله ساتو سرتيرو له پاره د اړوندو درملنو خدمتونه برابرول دي ٠ خو پرته له دي څخه ډير ځايي وګړي هم تل دغه

روغتون ته راځي ٠ ډاکتر يوي څانګ جونګ څو څو ځله د سختو ناروغانو په درملنو کې ګډون وکړ ٠ هغه وويل چې يوه ورځ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې يوه اومېدواره ښځه د وينې د زياتې تويدو له امله زمونږ روغتون ته راوړل شوه او سمد لاسه تر علاج او درملنې لاندې راغله ، زمونږ د ټولو ډاکترانو او نرسانو د نژدي اتو ساعتو کوششونو له لارې د دغې اومېدوارې ښځې وينه تويدنه کنترول شوې او له مرګ څخه وژغورل شوه ٠ د چيني ډاکترانو خدمتونواو لوړو طبي مهارتونو د ځايي وګړو ډيرې ستاينې حاصلې کړي دي ٠ د چين دغې طبي ډلې د ٢٠٠٦ کال په دسمبر کې خپله دنده بشپړه کړې او بيرته خپل هيواد ته ستنه شوې ده ٠ ښاغلي يوي څانګ جونګ وويل کله چې مونږ هوايي ډګر ته راورسيدلو ، ډير دوستان ، په روغتون کې ناروغان ، ځايي وګړي او د ملګرو ملتونو اړوند چارواکي هم زمونږ سره د خداي پاماني له پاره هوايي ډګر ته هم راغلي وو ٠ ځايي چارواکي په ستاينې سره وويل چې د چين سوله ساتي پوځ او په تيره بيا طبي ډلې د ليبريا د خلکو د روغتيا له پاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠

په ليبريا کې له طبي ډلو څخه پرته د چين د سوله ساتي پوځ د مهندسۍ ډلې او د ليږدونې ډلې د دغه هيواد د سړکونو د جوړولو او د اړوندو توکيو د ليږلو راليږلو له پاره هم ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠ د بېلګې په توګه يو وار د چين د حمل ونقل ډله د پنځو سوو کيلو مترو ليري ځاي ته دتوکيو ليږلو دندې دپلي کولو په ترڅ کې له بېلا بېلو زياتو ستونزو سره خامخ شوه چې له امله يي په پنځو ورځو او شپو کې يوازي د دوو ورځو د څښاک اوبو او خواړو په اتکا دغه دنده په بريالي توګه

بشپړه کړه ٠ په ليبريا کې د ملګرو ملتونود ځانګړي پلاوي مشر ښاغلي اوبياکور وويل چې د چين د سرتيريو خدمتونه ډير لوي دي ما خپلو ملګرو ته ويلي چې د چين د حمل ونقل له ډلې څخه پرته زمونږ د پوځ ټول کارونه نه شي تر سره کيداي ٠ اوس نه يوازي په ليبريا کې بلکې د نړۍ په ډيرو هغو هيوادونو او سيمو کې لکه په کانګو ، سوډان ، او لبنان کې چې سياسي حالات يي ډير سخت او ستونزمن دي ، د چين سوله ساتي سرتيري ليدل کيږي ٠ اوس د چين څه د پاسه يو زر پنځه سوه سوله ساتي پرسونل د ملګرو ملتونو په اړوندو نهو سوله ساتو سيمو کې خپلې دندې ترسره کوي ٠