<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-24 17:07:07    
په چين کې د دارالمعلمين محصلينو ته د وړيا زده کړې تګلاره

cri

د روان يعليمي کال له پيل څخه راهيسې د بيجينګ دارالمعلمين په شمول په شپږو دا ډول پوهنتونونو کې محصلينو ته د وړيا زده کړې تګلاره پيل شوې او ددغې تګلارې سره سم د زده کړې په موده کې د محصلينو د زده کړې او هستوګنې لګښت وړيا دی او ددې تر څنګ د ژوند په چارو کې مرسته هم ورسره کيږي،.د کارپوهانو په اند دغه تګلاره نه يوازی د بی وزلو زده کوونکو لپاره ګټوره ده ، بلکې د کليوالو ښوونکو کمښت له منځه وړي.

د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته ياده شوې تګلاره پلی شوې ، خو له ١٩٩٧ کال راهيسې د دارالمعلمين له زده کوونکوڅخه يوه برخه يا پوره لګښت واخيستل کيده. د چين صدراعظم ون جيا باو د روان کال په پيل کې د ولسي کانګرس په پنځمه غونډه کې د حکومتي کارونو په راپور کې وويل د ښوونيز پرمختګ او مساواتو له مخې بايد ښوونيز نوښت ترسره شی څو چې په دارالمعلمين کې لا زيات زده کوونکي ومنل شی. نو له دې امله به چين د ښوونې وزارت تر مستقيمې ادارې لاندي په يولړ پوهنتونونو کې دغه تګلاره پلی کړي.

زده کوونکی جو ځن مينګ چې د هيواد د جنوب لويديځ ښار ګوي لين له منځني ښوونځي څخه فارغ شوی ، تازه د بېجينګ د دارالمعلمين د تاريخ په څانګه کېمنل شوی دی.

زده کوونکی جو : اسلام عليکم ، غواړم چې پيژندپاڼه تر لاسه کوم.

استاذ :ښه دی، دا ستا لپاره ده ، تاسی ته مبارکي وايم.

له يادې شوې تګلارې سره سم د دارالمعلمين زده کوونکی بايد ژمنه وکړي

چې له فراغت وروسته په منځني يا لومړي ښوونځي کې له لسو کلونو نه زيات وخت کار وکړي . که په ښاري ښوونځي کې کار کول غواړي ، بايد لومړی په کليوال ښوونځي کې دوه کاله کار وکړي.

د جو ځن مينګ خيال د يوه غوره ښوونکي جوړيدل دي او د وړيا ښوونې له برکت دده د کورنۍ له غاړې نه دده بار ليرې شوی دی ، نو ددغې تګلارې ډيره ستاينه وکړه او و يي ويل زما هيله دا ده چې د هيواد په لومړي کچه دارالمعلمين کې شامل شم څو چې يوه غوره ښوونکی شم. زه يو کليوال ځوان يم او پوهنې ته سترګې په لاره يم . هيله ده چې له فراغت وروسته کليوالو ماشومانو ته پوهنې ورزده کړم او دوی په دې وپوهيږي چې پوهنه د برخليک د بدلولو لپاره يوه کلي ده .

د معلوماتو له مخې ياده شوې تګلاره لومړی په شپږو دارالمعليمنونو کې پلی کيږي په بله ژبه لس زره زده کوونکو ته چې تازه منل شويدي، وړيا ښوونه ورکول کيږي چې ددوی څخه زيات زده کوونکي د هيواد له وروسته پاتو لويديځو سيمو څخه راغلي دي او هر تن ته د کال لس زره يوانه مرسته لاس ته راوړي.

د بېجينګ دارالمعلمين د نويو زده کوونکو منلو دفتر مشر تو چين يون وويل زما په اند د وړيا ښوونې د تګلارې له مخې د حکومت هغه موخه ترسره شوېده چې غوره زده کوونکي بايد دارالمعلين ته وليږل شی چې د کانکور په أزموينه کې يي ښې نمرې تر لاسه کړيدي.برسيره پردې دغسی زده کوونکي د خپل ټاټوبی د بنسټيزې ښوونې لپاره د خدمت کولو هيله او ارمان لری .

د ښاغلي تو په نظر د دارالمعلمين زده کوونکو ته د وړيا ښوونې ورکولو تګلاره د بی وزليو زده کوونکو د تعليمي دورې د سالمې بشپړتيا لپاره ډيره ګټوره ده او په

عين وخت کې د هيواد په کليوالو سيمو کې د ښوونکيو کمښت له منځه وړلی شی.

د بېجينګ دارالمعلمين د مشر مرستيال ښاغلي هن جن وويل هر زده کوونکی بايد د خپل تخصص د زده کړې تر څنګ د ښوونې ، روان پيژندنې علومو په شمول مضمونونه هم زده کړي. غواړو چې زده کوونکي په ښوونيزو أزموينو کې ګډون وکړي . تر اوسه مو په داخلي مغولستان او شان شي ولايت کې ازمويښتي اډې جوړې کړيدي. د چين صدراعظم ون جيا باو وويل چې د دارالمعلمين زده کوونکو ته د وړيا ښوونې برابرولو سيستم په ټوله ټولنه کې د ښوونکو درناوي کولو او ښوونې ته د ډير اهميت ورکولو رښتنی فضا او چاپيريال د رامنځته کيدو موخه لری او لا زيات زده کوونکي به وهڅوي چې ښوونيزې چارې ترسره کړي.