<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-24 17:53:40    
چين به په لومړنيو ښوونځيو کې د ځو جونګ شيو په نامه د علمی روزنې پروګرام تر سره کړي

cri

څو ورځې مخکې د چين په شانګهای ښار کې د ماشومانو او ځوانانو د علمی کيفيت د پرمختګ په فورم کې يو لړ معلومات وړاندې شول چې په دغه ښار کې د څه دپاسه يو سل تنه ښوونکيو د يوې شميرنې له مخې چې د جو جونګ شيو پروګرام له خوا تر سره شوې، د روزل شويو ماشومانو او شاګردانو په سلو کې اويا برخه د زده کړې په وخت کې نور فعاليتونه تر سره کوي، په سلو کې اته پنځوس برخه د زياتې علمی پوهنې زده کړه کوي او په سلو کې اته شپيته برخه په خپله د زده کړې او کارونو تر سره کولو عادت لري.

ځو جونګ شيو په چينی ژبه کې د تمريناتو له لاری د پوهنو زده کړې مانا لري. د ځو جونګ شيو پروګرام د چين د ښوونې وزارت او د چين د علمی ټولنې له خوا د علمی ښوونی د يوې ازموينې په توګه جوړ شوی چې په عمده توګه د هغو ماشومانو تر منځ پلی کېږي چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه تر دوولسو کلونو پوری دی. په دغه پروګرام کېد کوچنيو ازموينو تر سره کولو له لاری د علمی پوهنې زده کړې په هکله د ماشومانو د علاقې روزنه تر سره کېږي.

دغه پروګرام له ٢٠٠٥ کال څخه د شانګهای په اتيا لومړنيو ښوونځيو کې تر سره شوي او تر اوسه پوری په يو سل او يو ديرش ښوونځيو کې تر سره کېږي. د ٢٠٠٦ کال په پای کې د دغه پوګرام په هکله د ارزونې راپور له مخې زده کوونکي د زده کړی له دغې لاری سره ډېره علاقه لری.

د دغه پروګرام د نور ښه پرمختګ لپاره د غوره ښوونکيو روزنه ډېره مهمه ده. د شانګهای ښار د علمی ټولنې او د دغې ټولنې په مشرۍ د اتلسو څانګو سل ګونو پوهانو او هغو علمی کارکوونکيو په هڅولو سره يوه ډله جوړه شوې چې د دغو ښوونکيو په روزنه کې يې ګډون کړی دی.

د ځو جونګ شيو پروګرام لومړی په فرانسه کې پيل شوی دی. د ماشومانو او ځوانانو د علمی کيفيت د پرمختګ په فورم کې د فرانسی د علمی اکاډمۍ مرستيال او فزيک پوه ګير يف او ډاکتره لينا يپېر دواړو د دغه پروګرام د چمتو کولو په کارونو کې ګډون کړی دی. دوی په شانګهای کې د دغه پروګرام د روانيدو لوړه ستاينه وکړه.

د چين د علمی ټولنې مرستيال فو يو چې په چين کې د دغه پروګرام د پيل دنده پر غاړه لري، وايې د چين د ښوونې وزارت او د علمی ټولنې د ملاتړ له امله په دغه هېواد کې د ښوونې او ساينس او تخنيک ټولنو په ګډه دغه پروګرام ته پاملرنه کړی او د پروګرام تر سره کولو لپاره يې زيات کوشش کړی دی. په راتلونکی کې به په شانګهای کې د ازموينو له تجربو څخه ګټه راټولی شي او د ټول هېواد لومړنيو ښوونځيو په تيره بيا کليوالو او لويديځو سيمو ته به دغه پروګرام پراخ شي. بر سيره پر دې د دغه پروګرام د پراخوالو په وخت کې به په جدې توګه څارنه او ارزونه وشي چې د پروګرام سالم پرمختګ وساتل شي.