<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-25 18:31:01    
د نړۍ د حبوباتو ورځ

cri
د روان کال د اکتوبر ١٦ نېټه د نړۍ د حبوباتو ٢٧مه ورځ وه٠ په روان کال کې د م م د حبوباتو او کرنی سازمان په مقر او څه د پاسه ١٥٠ غړيو هېوادونو کې د يادونی فعاليتونه د خوراکونو حق د اصلی موضوع په توګه تر سره شوی٠ د ١٩٤٥ کال د اکتوبر په ١٦ نېټه د حبوباتو او کرنی سازمان د کاناډا په قويبک کې جوړ شو او په ١٩٤٦ کال کې د م م د ځانګړی سازمان په توګه وګرځيد٠ د تېری پيړۍ په ٧ لسيږه کې د ګردی کری د حبوباتو د ستونزو له امله په ١٩٧٩ کال کې د م م د حبوباتو او کرنی سازمان ٢٠ دوری غونډې پريکړه وکړه چې د دغه سازمان د جوړيدو ورځ د نړۍ د حبوباتو د ورځی په توګه وټاکل شي چې نړۍ بايد کرنيزو توليداتو او د حبوباتو امنيت ته په درنه سترګه وګوری٠ په ١٩٨٠ کال کې د م م عمومی اسامبلی پريکړه وکړه چې د نړۍ د حبوباتو ورځ ولمانځل شي ، د ١٩٨١ کال د اکتوبر ١٦ نېټه د نړۍ د حبوباتو لومړنی ورځ ده٠ وروسته هر کال د م م د حبوباتو او کرنی سازمان او غړی يی د يوې ځانګړی اصلی موضوع په اړه بېلا بېلو فعاليتونه ترسره کوی٠ د روان کال د نړۍ د حبوباتو ورځ اصلی موضوع د خوراک حق دی٠ د م م د حبوباتو او کرنی سازمان هيله لری د دغې اصلی موضوع له لاری له نړيوالې ټولنی څخه مننه څرګنده کړی چې بشری حقونو او د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو او د دواملرونکی پرمختګ د پياوړتيا او ژورتيا په بهير کې يی ستر رول لوبولی دی٠ د ١٩٤٨ کال د نړۍ د بشری حقونو په اعلاميه کې د لومړي ځل لپاره د خوراک حق د يو بشري حق په توګه ومنل شو٠ وروسته م م د خوراکونو د حق په اړه پوره او مفصل بيان ورکړ٠ د م م د تعريف سره سم د خوراک حق نه يوازی د خلکو د مړيدو پوری تړلی دی، بلکی د کلتور، د حکومت دندی او د ټولنی د دواملرونکی پرمختګ په ګډون معلومات هم پکې شامل دی٠ په روان کال کې د حبوباتو او کرنی سازمان په مقر کې د يادونی عمومی مراسم او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د يادونی فعاليتونه تر سره شوی دی٠ د اکتوبر په ١٦ نېټه د م م د حبوباتو او کرنی سازمان عمومی مدير جاقويس ديوف ، د المان ولسمشر هورست خولر او د تانزانيا ولسمشر جاکايا مريشو کيکويت په ګډون سياستوالو د م م د حبوباتو او کرنی سازمان په مقر کې ويناوې وکړی، د م م سرمنشی بن کيمون هم يو پيغام ورکړی وو٠ بر سيره پر دی په نيويارک کې د م م په مقر کې، په ژنيو کې د اروپا په مقر کې او په اروپايی، اسيايی او افريقايی هېوادونو کې د نړۍ د حبوباتو ورځې د يادونی فعاليتونه هم تر سره شويدي٠