
د چين په جنوب لويديځ د ګوي جو ولايت د پينګ تانګ ولسوالۍ ته نژدی د جانګ بو په نامه يوه ژوره دره شته چې عجيبې ډبرې او شنې ونې او ژور ډنډونه خواره واره په کې پراته دي. يوه خبره دا ده چې ښکل طبيعي منظرې يي زيات شمېر چينی او بهرني سيلانيان راجلبوي. چين ته د سفر پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د دغې درې په هکله څه معلومات درکړو.
د جانګ بو درې عمومی اوږدوالی اته کيلومترو ته رسېږي. په دره کې ډېرې ښکلی او زړه وړونکې منظرې ليدل کېږي چې د جانګ بو په نامه سيند د درې په منځ کې بهېږي او اوبه يې ډېرې پاکې دي، په دره کې لرغونې ونې شينې ښکاري او د غره ښوينده لاښونه يې ډېر لوړ او خطرناک دي.
په دغه دره کې دوې عجيبې غټې ډبرې شته چې چيني ليکنې پرې تر سترګو کېږي. د درې له خولې څخه د درې دننه له شاو خوا دوه زره مترو مزل وروسته د لسو مترو په جګوالي د دوو غټو ونو تر سيوري لاندی دوې سترې ډبرې ولاړې دي. يو ځايي بزګر چې وانګ ګو فو نوميږي، د دغو عجيبو ډبرو د ليدلو يادونه وکړه او ويی ويل د ٢٠٠٢ کال د جون په مياشت کې له دی درې څخه تيريدم او و مې ليدل چې په يو نامعلوم ډول پر دغو دوو غټو ډبرو باندي څو چيني کرښې ليکل شويدي.
خبريال په ښکاره توګه وليدل چې رښتيا هم پر ډبرو باندی څو چينی ليکنې شته او حتی يوه بشپړه جمله هم پرې ليکل شوې ده چې ځينې يې انګريزی او عربی تورو ته ورته دي .
پوښتنه دا ده چې دغه عجيبې ليکنې د طبيعت زيږنده دي او که د چا له خوا کښل
شوې دي؟ ورپسې د لسو جيالوژي کارپوهانو له خوا يوه ځانګړې ډله جوړه شوه چې د دغو ليکنو په اړه پلټنه او څارنه وکړي چې په پايله کې د
دوی په نظر پر ډبرو باندی مبهم دغه نا څرګندې ليکنې او يا توري دوه سوه مليون کلونه مخکې په طبيعی ډول په خپله رامنځته شوي دي. د دغې ډلې مشر پروفيسر لي تينګ دونګ وويل پر ډبرو باندی ليکنې نژدې دوه سوه او اويا مليون کاله مخکې د لرغونيو ژونديو موجوداتو پاتې شونو د پاتي کيدو له امله رامنځته شويدي. څرنګه چې دغه بقاياوې د شاو خوا ډبرو په پرتله کلکې وې، نو د اوږدې مودې لپاره د هوا د ستونزو له امله جګې شوي او شاوخوا ډبرو ننوتلې بڼه ځان ته غوره کړې چې په پايله کې په تصادفی توګه چيني ليکنې ته ورته څو کرښې رامنځته شويدي. که څه هم دغه شان ښکارنده ډېره کمه ليدل کيږې، خو د جيالوژۍ له پلوه تر اوسه پوری پر دغو ډبرو باندي د انسانانو له خوا حکاکي شوی نښه نه ده موندل شوې. د پروفيسر لي تينګ دونګ په نظر په طبيعی توګه پر ډبرو باندی د ليکنو په شان د يو انځور رامنځته کيدو شونتيا ډېره کمه ده او د جانګ بو په دره کې د دغې ښکارندې د رامنځته کيدو شونتيا يوازی او يوازی يو پر سل زره مليارډمه ده، نو دغه ډبرې په نړيواله کچه د عجيبو ډبرو په توګه ګڼل کېږي.
دغه دوه ډبرې زيات شمير سيلانيان راجلبوي. سيلاني ښاغلي بی چې په ځانګړې توګه د دغو عجيبو ډبرو ليدلو لپاره هلته تللی. زموږ خبريال ته وويل زما په اند پر ډبرو باندی ليدونکې ليکنې د طبيعت زيږنده نه ده بلکې د خداي يو نعمت دی.
پر دغو دوو ډبرو برسيره په دغه دره کې نورې زياتې ډبرې هم شته. د بېلګې په توګه
يادو شويو دوو ډبرو ته په نژدي ځاي کې د هګۍ په شان ډبرې زياتې ډيرې دي چې نيمه برخه يي د غره په لمن کې ښخې شوې او بله نيمه برخه يي هسکې شويدي .
په دغه دره کې د شی دان په نامه يو ډنډ شته چې اوبه يې ډېرې پاکې او أرامې دي. د سيلانۍ لارښوونکې أغلې لي يا وويل دوی د ډنډ په اوبو کې درېږي او لوبی کوي. په ډنډ کې زيات وړوکي کبان شته چې که تاسی په اوبو کې ودېږئ يا لامبو وهئ، ډير کبان به ستاسو د پښو په شاو خوا کې راغونډ شي او ستاسو پښې به مچوي. دغه احساسات ډېر خوندور دي.
د جانګ بو درې سيل کول، د عجيبو ډبرو، اوبو او ونو ليدل او د ښکليو قومی سندرو اوريدل سيلانيانو ته ډېر ښه احساسات جوړي، ته به وايي چې ايا دغه سيمه په ځمکه کې يو جنت دی..